جلال اباد (پژواک، ۱۲ وږی ۹۴):د لوړو زده کړو وزارت اداري مرستيال وايي چې په پوهنتونونو کې يې د درسي او تدريسي کيفيت د لوړولو لپاره هڅې ډېرې کړې دي.
د ماسټرۍ پروګرامونو ته د استادانو معرفي کول او په درسي کريکولم کې تغييرات راوستل هغه طرحه ده چې لوړو زده کړو وزارت يې د کيفيت د لوړېدو لپاره تعقيبوي.
د دغه وزارت اداري او مالي مرستيال پوهنوال ګل حسن وليزي د وږي په ۱۲مه د ننګرهار پوهنتون د نوي رييس د معرفۍ په مراسمو کې وويل چې په کور دننه او بهر يې د استادانو لپاره د ماسټرۍ د زده کړو زمينې برابرې کړې دي.
پوهندوی استاد ببرک مياخېل د ننګرهار پوهنتون د نوي رييس په توګه وټاکل شو چې د معرفۍ په مراسمو کې يې پر ولايتي چارواکو سربېره د لوړو زده کړو وزارت ځينو چارواکو هم برخه اخيستې وه.
وليزي د دې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل: ((موږ د هر پوهنتون لپاره د کيفيت لوړونې کمېټه جوړه کړې، کريکولم کې مو تغييرات راوستي او هر کال استادان د ماسټرۍ او دوکتورا په پروګرامونو کې جذبوو، البته د هېوادو په پوهنتونو سربېره يو شمېر استادان د زده کړو لپاره ترکيې ، ماليزيا او هند ته لېږو.))
هغه د ننګرهار پوهنتون د غوره پوهنتونونو له ډلې وباله او په هغې کې يې ځينو ستونزه ته هم اشاره وکړه چې په وينا يې نوې رهبري به يې د اصلاحاتو او حل لپاره هڅې کوي.
د ننګرهار پوهنتون نوی رييس پوهندوی استاد ببرک مياخېل يادې غونډې ته په وينا کې ژمنه وکړه چې په پوهنتون کې به د اصلاحاتو او سمون لپاره هڅې وکړي.
مياخېل وويل: ((پوهنتون کې ستونزه شته، خو زه به د استادانو په همکارۍ د هغې په حل کې مرسته وکړم، پوهنتون له محصل څخه يوازې او يوازې زده کړې غواړي.))
مياخېل يادونه وکړه چې د خپلې کاري دورې پر مهال به د ننګرهار پوهنتون انکشافي برخې او درسي کيفيت ته د استادانو په همکارۍ ډېره پاملرنه وکړي.
بلخوا د ننګرهار والي سليم خان کندوزي د پوهنتون نوي ټاکل شوي رييس ته د همکاري ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې له مرکزي حکومت يې غوښتي چې دغه پوهنتون ته پاملرنه ډېره کړي.
والي دا هم وويل: ((په ادارو کې تغييرات راتلل طبيعي مسئله ده، د ننګرهار پوهنتون د نوي رييس له ټاکل کېدو وروسته د څو نوو رييسانو او ولسوالانو د ټاکل کېدو پرېکړه هم شوې ده.))
د غونډې په پای کې د پوهنتون استادانو او د لوړو زده کړو وزارت پلاوي پوهندوی ببرک مياخېل په رسمي ډول معرفي کړ او د نوي رييس په توګه يې خپلې چارې پيل کړې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن