ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات ښار کې ١٣٤ زده کوونکې مسمومې شوې

په هرات ښار کې ١٣٤ زده کوونکې مسمومې شوې

author avatar
3 Sep 2015 - 11:00
په هرات ښار کې ١٣٤ زده کوونکې مسمومې شوې
author avatar
3 Sep 2015 - 11:00

هرات ښار (پژواک، ١٢ وږى ٩٤): په هرات کې د ښوونځي ١٣٤ زده کوونکې مسمومې شوې چې لامل يې نا څرګند دى، خو د هرات امنيتي چارواکي ګومارل شوي چې د ورځې تر پايه يې لامل څرګند کړي. دوې ورځې وړاندې هم په هرات کې ٢٠٠ زده کوونکې له ورته پېښې سره مخ شوې وې.

د هرات حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شيرزى پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار شاوخوا ٩ بجې د هرات ښار ١٢مې ناحيې په باباجي سيمه کې رامنځته شوې ده.

شېرزي وويل چې د دغه ښوونځي ١٣٤ زده کوونکې او ښوونکې په مسموم حالت کې د هرات حوزوي روغتون ته راوړل شوې دي.

هغه زياته کړه چې مسموم شوي له اتو تر ٣٥ کلونو پورې عمر لري او کله چې ښوونځي ته ننوتل، نو مسموم شول.

هغه زياته کړه چې په مسموم شوو کې ١٠ کسه د باباجي سيمې ښوونکي او سرښوونکي دي.

شېرزي په خپلو خبرو کې وويل: ((تر اوسه د دغه مسموميت دليل نه دى معلوم شوى، خو زموږ طبي هڅې روانې دي چې د پېښې اصلي لامل څرګند شي.))

يو شمېر مسموم شوې زده کوونکې وايي، کله چې ټولګي ته ننوتل، نو يو ډول بوى يې حس کړ او وروسته ورته د سرګرځېدو او زړه بدوالي ستونزه پيدا شوه.

د نايضې په نوم يوې مسمومې شوې زده کوونکې وويل: ((موږ غوښتل چې ټولګي ته ننوځو، د حشره وژونکو درملو په څېر بوى مو حس کړ، کله چې له ښوونځي راووتم، په کور کې مې ضعف وکړ.))

د عطري ګل په نوم يوې بلې مسمومې شوې زده کوونکې وويل: ((ټولګي ته ننوتم، ښوونکو مو وويل چې ووځو کله چې ووتو، نور پر ځان نه يم پوهېدلې چې څه وشول.))

په ورته وخت کې د مسموم شوو زده کوونکو والدين پر دولت د نيوکې او امنيتي چارواکو د نه پاملرنې په اړه وايي، که چېرې حکومت د دوى د اولادونو امنيت خوندي نه کړي، نو اولادونه به يې ښوونځي ته له تګه  وګرځوي.

د يوې زده کوونکې مور عزيزه ګل چې اندېښمنه ښکارېده پژواک ته وويل: ((له حکومت غواړم چې زموږ د لوڼو امنيت ونيسي، څوک چې زموږ خوندې مسموموي، بايد وپېژندل شي او جزا ورکړل شي.))

د هرات ولايتي شورا غړې سکينه حسيني دا پېښه د ترهګريز عمل نښه وبلله او ويې ويل چې د دولت وسله وال مخالفين نه دي توانېدلي چې امنيتي ځواکونه له پښو وغورځوي او اوس يې د زده کوونکو مسمومولو ته مخه کړې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.