جلال اباد (پژواک، ١٣ وږى ٩٤): سيمه ييز چارواکي وايي چې د ننګرهار په پچيراګام ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او داعش تر منځ نښته کې ٢٣ کسان وژل شوي او يو شمېر کورونه سوځول شوي دي.
د ياد ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال د وږي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغو دواړو مخالفو ډلو ترمنځ د پچيراګام په پاس سپر کې نښته شوې ده.
هغه ادعا وکړه چې په دې جګړه کې طالبانو او داعش ته منسوب ٢٣ تنه وژل شوي او اته نور ټپيان دي.
د امنيې قوماندانۍ وياند وايي چې په دې پېښه کې د دواړو ښکېلو لورو اړوند څلور کورونه سوځول شوي او د جګړې پر مهال د سيمې يو مُلکي وګړى هم وژل شوى او څلور نور ټپيان دي.
د پچيراګام ولسوالۍ د مرکز يوه اوسېدونکي عبيدالله وويل چې د طالبانو او داعش وسله والو تر منځ جګړه شوې چې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو په اړه يې کره معلومات نه لري.
هغه زياته کړه چې همدارنګه د جګړې پر مهال څو کورونه هم سوځول شوي، خو معلومه نه ده چې کورونه د عامو خلکو او که په ښکېلو لورو اړوند وو.
دا په داسې حال کې ده چې د پچيراګام ځينو قومي مشرانو رسنيو ته ويلي چې په داعش پورې اړوند وسله وال په دې ولسوالۍ کې څو کورونه سوځولي چې وروسته د سيمې خلکو ورسره نښته کړي چې په ترڅ کې يې ١٤ ملکي وګړي وژل شوي او د داعش وسله وال د سيمې ٢٢ تنه له ځان سره وړي دي.
سرچينې وايي چې يوه دولتي چارواکي هم د يادو ملکي کسانو وژنه منلي ده.
دغو دواړه ښکېلو لورو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن