فيض اباد(پژواک، ١٤ وږى ٩٤): د دولت وسله والو مخالفينو د بدخشان د کوهستان ولسوالۍ د ملي امنيت مدير نن سهار په يوه وسله وال کمين کې برمته کړ.
د بدخشان د امينه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سخي داد حيدري، نن( د وږي ١٤مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کوهستان د ملي امنيت مدير مولوي بحرالدين له کوره د دفتر خواته روان و چې د وسله والو مخالفينو له يوه کمين سره مخ او وتښتول شو.
هغه زياته کړه چې سيمې ته مرستندويه ځواکونه استول شوي، څو د ملي امنيت مدير ژر تر ژره له وسله والو مخالفينو څخه وژغوري.
د سرچينې په خبره، اوسمهال(له غرمې وروسته درې نيمې بجې) د دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ سخته نښته روانه ده.
د کوهستان ولسوالي د بدخشان ولايت د مرکز په ١٥٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري چې يوه برخه يې د وسله والو مخالفينو په لاس کې ده.
د نوموړي د تښتونې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن