ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روسيه په افغانستان کې د کور جوړونې او استوګنې په برخو کې پانګونه کوي

روسيه په افغانستان کې د کور جوړونې او استوګنې په برخو کې پانګونه کوي

author avatar
5 Sep 2015 - 20:38
روسيه په افغانستان کې د کور جوړونې او استوګنې په برخو کې پانګونه کوي
author avatar
5 Sep 2015 - 20:38

کابل (پژواک ١٤ وږى ٩٤): د روسيې د انرژۍ وزارت وايي، هېواد يې ژمن دى چې په افغانستان کې خپلې اقتصادي پروژې بيا راژوندۍ او د کورونو د بيارغونې په برخه کې پانګونه وکړي.

د روسيې د انرژۍ وزارت مرستيال يوري سنتورين د افغانستان د ښارجوړونې له وزير سيد سعادت منصور نادري سره د ليدو پر مهال وويل، روسيه غواړي چې په افغانستان کې خپلې اقتصادي پروژې بيا راژوندۍ کړي.

هغه زياته کړه، هېواد يې دغه راز هوډ لري چې له ټکنالوجۍ او پرمختللو وسايلو څخه په ګټې اخيستنې د کورونو د بيارغونې په برخه کې د افغانستان د کور جوړونې په دستګاه کې پانګونه وکړي.

د ښار جوړونې وزارت وايي، په دې وروستيو کې د افغانستان د کور جوړونې دستګاه او د اندستروي په نوم د روسي شرکت تر منځ هوکړه ليک لاسليک شوى، چې دواړو لورو د کارټينال په نوم د يوه ودانيز شرکت په جوړولو سره په ٤٩-٥١ سلنې سره هوکړه کړې ده.

د سرچينې په وينا، ټاکل شوې له وروستۍ هوکړې او لاسليک وروسته د کارډينال شرکت د قالبونو، ماشين الاتو او د پرمختللې ودانيزې دستګاه د وارداتو په ډګر کې د ٢٥ ميليونو ډالرو په لګښت د افغانستان د کور جوړونې په فابريکه کې پانګونه وکړي.

دغه وزارت وايي، د کارډينال شرکت په دې پانګونې سره کولى شي، چې په يوه کال کې ١٠٠٠ اپارتمانونه ورغوي.

د ښار جوړونې چارو وزير سيد سعادت منصور هم په دغه ناسته کې وويل، لېواله دى چې ډېر ژر د يوه پلاوي په مشرۍ له روسي ودانيزو دستګاو او ټکنالوجۍ څخه د ليدو او دغه راز د افغانستان د کور جوړونې دستګاه او د اندستروي روسي شرکت تر منځ د قرارداد د تړلو په موخه روسيې ته سفر وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پخواني شوروي په افغانستان کې لويې اقتصادي پروژې په لاره واچولې، چې تر اوسه پورې ورته پروژې او ودانۍ نه دي ترسره شوي.

 

 

 

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.