جلال اباد(پژواک،۱۵وږی۹۴): په ننګرهار ولايت کې يو شمېر لاريون کوونکو له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې له شرط پرته دې په برېښنايي تذکرو کې د "افغان" او "اسلام" کلمې وليکي.
د نفوسو د احوالو د ثبت قانون طرحه، تېر کال په ليندۍ مياشت کې د ملي شورا له لوري تصويب شوه او له هغه وروسته بيا د ولسمشر له لوري توشېح شوه، خو د ملي شورا، مدني بنسټونو او ګوندونو يو شمېر غړو په برېښنايي تذکرو کې د "افغان" کلمې د ليکلو، چې د ياد قانون پر بنسټ وېشل کېږي، غوښتنه کړې ده.
خو يو شمېر کسانو ويل چې پر تذکرو باندې بايد د افغانستان اسلامي جمهوريت وليکل شي او دا کلمه څرګندوي، چې دا تذکره د يوه افغان ده.
د تذکرو د وېش لړۍ تر اوسه پورې نه ده پيل شوې.
په ننګرهار ولايت دوږي په ١٥مه په برېښنايي تذکرو کې د "افغان" او "اسلام" کلمې د ليکلو په موخه سلګونو کسانو د جلال اباد ښار د مستوفيت له څلور لارې پر لاريون پيل وکړ او د ښار په واټونو کې په بېلابېلو شعارونو سره د بې هويته تذکرو د نه وېش غوښتنه يې کوله.
"مرګ پر پردي پالو"، "په تذکرو کې افغانيت او اسلاميت غواړو"، "موږ بې هويته تذکرې نه اخلو"، هغه شعارونه وو چې لاريون کوونکو يې يادونه کوله.
د ولايتي شورا غړي او د ياد لاريون يوتن تنظيمونکي ذبيح الله زمري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه سلګونه ختيځ مېشتي لاريون کوونکي په تذکرو کې د"افغان" او "اسلام" کلمو د نه ذکر په غبرګون لاريون کړی دی.
زمري يادونه وکړه: (( موږ د حکومت او نظام ملاتړي يو، خو بې هويته تذکرې نه اخلو، نبايد د پرديو د غوښتنو قرباني شوو، نو چاته اجازه نه ورکوو چې بې هويته تذکرې را ووېشي.))
د لاريون يوتن ګډونوال او د بهسودو ولسوالۍ قومي مشر ملک ولايت خان پژواک خبري اژانس ته وويل: (( حکومت دې په تذکرو کې يادې مسئلې ته جدي پاملرنه وکړي که نه د وينو سېلابونه به وګورې، ځکه دې ولس تل له "افغان" او "اسلاميته" دفاع کړې ده.))
د ولايتي شورا مرستيال ډاکټر ناصر کامه وال د لاريون په څنډه کې پژواک ته وويل: ((زموږ غوښتنه په تذکره کې افغانيت او اسلاميت دی، که نه نو موږ په ننګرهار کې د تذکرو د وېش لپاره جوړېدونکي دفتر ته اور ورته کړو.))
کامه وال زياته کړه، تر هغه به خپلو مدني فعالتونو ته دوام ورکړي، څو چې په تذکرو کې اصلاحات نه وي راغلي.
د جلال اباد د مرکزي درمسال وياند ډاکټر ارميت سنګهـ، چې له يو شمېر اهل هنودو سره يې په دې لاريون کې برخه لرله، رسنيو ته وويل: ((موږ د ننګرهار اهل هنود غواړو چې بايد په تذکرو کې د "افغان" او "اسلام" کلمه ذکر شي، ځکه موږ ټول افغانان يو.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن