ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو وسله وال مخالف او اووه سرتېري ووژل شول

يو وسله وال مخالف او اووه سرتېري ووژل شول

author avatar
6 Sep 2015 - 11:10
يو وسله وال مخالف او اووه سرتېري ووژل شول
author avatar
6 Sep 2015 - 11:10

زرنج، فيروزکوه (پژواک، ١٥ وږى ٩٤): په غور ولايت او د نيمروز په خاشرود ولسوالۍ کې د ملي اردو اووه سرتېري د نښتې پرمهال  وژل شوي او اووه  نور ټپيان دي.

 

د خاشرود ولسوال محمد هاشم نورزى وايي چې د ملي اردو د شپږو سرتېرو د وژل کېدو او درېيو نورو د ټپي کېدو پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې وسله والو مخالفينو تېره شپه د دهمزنګ سيمې پر امنيتي پوسته بريد وکړ.

 

 

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو په نوزاد او موسى کلا ولسواليو کې د تر لاسه کړو پوځي وسايطو لکه ټانک او رنيجرموټرو کې سپاره وو او د پلاوي په بهانه امنيتي پوستې ته ننوتلي دي.

 

د خاشرود ولسوال زياته کړه چې په دې پېښه کې طالبانو د پوستې يو ټانک او ځينې نور پوځي تجهيزات هم له ځان سره وړي، خو اوس امنيتي ځواکونه ساحې ته رسېدلي او وضعيت تر کنټرول لاندې دى.

 

نورزي وويل:((دولت با تجربه کسان په بېلابېلو بهانو له امنيتي پوستو لرې کړي، تقاعد کړي يې دي او هغه کسان چې په دې پوستو کې ګومارل شوي، ځوانان دي او تجربه نه لري.))

 

د ځايي چارواکو له دولت نه غوښتنه وکړه، څو د ورته پېښو د مخنيوي په موخه  د امنيتي پوستو مسووليت مجربو کسانو ته وسپاري .

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.