ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځانګړو ځواکونو په خوست کې دوه ملکي وګړي وژلي

ځانګړو ځواکونو په خوست کې دوه ملکي وګړي وژلي

author avatar
6 Sep 2015 - 12:18
ځانګړو ځواکونو په خوست کې دوه ملکي وګړي وژلي
author avatar
6 Sep 2015 - 12:18

خوست ښار ( پژواک، ١٥ وږى ٩٤ ) : ځايي چارواکي وايي، چې په خوست کې د ځانګړو ولايتي ځواکونو په پلټونکو عملياتو کې ښځه او خاوند وژل شوي دي.

د ګربزو ولسوال محمد اکبرځدراڼ د وږي په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد عمليات تېره شپه د دې ولسوالۍ د اېږدنو په سيمه کې د ملکيانو پر يوه کور ترسره شوي دي.

نوموړي وويل، چې عمليات ولايتي ځانګړو ځواکونو يا کمپاين ترسره کړي او وژل شوي کسان خاوند او ښځه دي، چې د سيمه والو په وينا پرته له کوم مقاومته وژل شوي.

ولسوال ځدراڼ زياته کړه، چې تر اوسه د عملياتو اصلي انګيزه نده معلومه، خو وايي، چې سيمې ته د ده په ګډون ځينې نور چارواکي رسيدلي او د پېښې په اړه څېړنې کوي.

د خوست د والي مرستيال عبدالواحد پټان د پېښې له ځايه له پژواک اژانس سره په خبرو کې د يادو دوو تنو وژل ومنل، خو په دې اړه يې معلومات ورنه کړل، چې عمليات چا او ولې ترسره کړي دي؟

پټان زياته کړه: ((يوه ښځه او يو سړی وژل شوي. دا چې عمليات چا او ولې کړي دي، موږ په دې اړه لومړنۍ څېړنې پيل کړې، کله چې معلومات بشپړ شي، له رسنيو سره به يې شريک کړو)).

د سيمې يو تن اوسېدونکي محمدالله پژواک اژانس ته وويل، چې ياد کور ته پر ځاني تلفاتو سربېره د يوه موټر د ويجاړېدو ترڅنګ يوه اندازه نور مالي زيان هم اوښتی دی.

هغه وويل، چې د دوی د معلوماتو له مخې دغه کورنۍ له هيچا سره سياسي اړيکې نه لري او وژل شوي کس خپله غريبه کوله.

تر اوسه په خوست کې ځانګړو ولايتي ځواکونو يا کمپاين، چې د ملي امنيت په چوکاټ کې فعاليت کوي، څه ندي ويلي او نه هم د ملي امنيت ادارې کوم غبرګون ښودلی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.