ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دايکنډي ښاروالۍ خزانه ولوټل شوه

د دايکنډي ښاروالۍ خزانه ولوټل شوه

author avatar
7 Sep 2015 - 19:51
د دايکنډي ښاروالۍ خزانه ولوټل شوه
author avatar
7 Sep 2015 - 19:51

 نيلي (پژواک،١٦ وږى ٩٤): د دايکنډي پوليس وايي، يوه ډله غله د ښاروالۍ ادارې ته دننه شوي او هغه سيف چې د ښاروالۍ کارکوونکو معاشونه په کې وو، له ځانه سره وړى دى.

د دې ولايت امنيه قوماندان سمونمل خداداد اګاه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دا پېښه تېره شپه رامنځ ته شوې ده، چې غلو د ښاروالۍ ساتونکى تړلى او پيسې يې لوټلې دي.

هغه په سيف کې د شته پيسو په اړه معلومات ور نه کړل او زياته يې کړه، چې دا مهال څارنوالۍ او د امنيه قوماندانۍ جنايي امريت د پېښې په ځاى کې دي او قضيه تر څېړنې لاندې ده.

د نيلي ښاروال محمد نبي صداقت پژواک ته وويل، وسله وال غله تېره شپه لس بجې د ښاروالۍ ادارې ته راغلي دي، د ساتونکي لاسونه او پښې يې تړلي او د ښاروالۍ سيف يې له ځانه سره وړى دى

هغه زياته کړه، د ښاروالۍ مالي مدير د معلوماتو له مخې، سيف کې دننه ٨٠٠زره افغانۍ وې، چې د کارکوونکو معاشونو لپاره له بانک څخه رااېستل شوې وې.

هغه زياته کړه، موضوع تر څېړنې لاندې ده، څو څرګنده شي چې رښتيا غلا شوې او که قضيه په بل ډول ده.

دوه ورځې وړاندې د دايکنډي مرکز نيلي کې د غلو او پوليسو ترمنځ وسله واله نښته رامنځ ته شوه، چې په ترڅ کې يې يو پوليس ووژل شو او بل ټپي شو.

همداراز تر دې وړاندې، وسله والو غلو په اشترلي، خدير او سنګ تخت ولسواليو کې خلک ځورولي او له هغوى څخه يې پيسې اخيستې دي.

 

 

 

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.