کابل (پژواک، ١٦ وږى ٩٤): د ملي شورا د شپاړسمې تقنينې دورې د وروستي کال لسمه غونډه پيل شوه.
د افغانستان د اساسي قانون له ١٠٧مې مادې سره سم ملي شورا هر کال دوې عادي ناستې ترسره کوي.
په دې ماده کې راغلي چې د شورا د دواړو ناستو کاري موده په هر کال کې ٩مياشتې ده او د ملي شورا د منلو په صورت کې دا موده غځېدلى هم شي.
د دوبنيو رخصتيو له تېرولو وروسته د ملي شورا دواړو جرګو نن سهار نهه نيمې بجې په کار پيل وکړ.
د ولسي جرګې لومړي مرستيال حاجي ظاهر قدير د خپلو خبرو په ترڅ کې په ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان ولايتونو کې د ترهګرو د شتون په اړه خپلې او په ملي شورا کې د دغو ولايتونو د استازو او ځينو سيمه ييزو مخورو اندېنښې له جرګې سره شريکې کړې.
قدير د داعش پر وړاندې د جګړې اعلان وکړ او حکومت ته يې خبردارى ورکړ چې دا ستونزه دې ژر تر ژره حل کړي.
هغه وويل: ((که چېرې حکومت پاملرنه ونه کړه، موږ چمتو يو چې په خپلو شته امکاناتو د داعش پر وړاندې جګړه وکړو.))
د ملي شورا دوبنۍ رخصتي د زمري په لومړۍ نېټه پيل شوې وه او نن پاى ته ورسېده.
د هېواد د اساسي قانون د ١٠٧ مې مادې له مخې، ملي شورا هر کال دوې عادي ناستې ترسره کوي چې د شورا د دواړو ناستو کاري موده په هر کال کې ٩ مياشتې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن