ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فراه او سمنګانو کې يو شمېر پروژې بشپړې او پيل شوې

په فراه او سمنګانو کې يو شمېر پروژې بشپړې او پيل شوې

author avatar
8 Sep 2015 - 16:07
په فراه او سمنګانو کې يو شمېر پروژې بشپړې او پيل شوې
author avatar
8 Sep 2015 - 16:07

فراه- ايبک (پژواک، ۱۷ وږی ۹۴): په فراه او سمنګانو کې د شاوخوا ١٨ ميليونه افغانيو په لګښت ټولګټې پروژې بشپړې شوې او په سمنګانو کې د نږدې اته ميليونه افغانيو په لګښت ورته پروژې پلې کېږي.

د فراه د پوهني مشر انجنیر محمد صابر فاروقی پژواک خبري اژانس ته وويل چې د فراه د مسلکي او تخنيکي لېسې ودانۍ د فراه د مرکز اړوند په "نوې فراه" کې د ډنمارک په څه کم پنځه ميليونه افغانۍ مرسته جوړه او نن ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.

هغه وويل چې دغه دوه پوړيزه ودانۍ ۱۶ درسي او شپږ نورې خونې لري.

فاروقی وویل چې د فراه مسلکي او تخنیکي لېسه زر زده کوونکي لري او تر اوسه يې د فراه ښار په یوه کرايي ودانۍ کې فعالیت کاوه.

د فراه د پوهني مشر وايي، په فراه کې ټول ۳۲۰ ښوونځي دي چې ۱۶۰ يې لا تر اوسه خپلې ودانۍ نه لري.

د يو بل خبر له مخې، د سمنګانو ولايت د فېروز نخچير ولسوالۍ د چنارګي په سيمه کې د اسيايي بانک او جاپان په ٣.٤ ميليونه افغانۍ لګښت يو سربند او يو کانال جوړ شوى او نن ګټې اخستنې ته وسپارل شو.

په سمنګانو کې د فقر د کموالي لپاره د جاپان د بوديجې د پروګرام مسوول انجنير عبدالحفيظ حنان زي د دې پروژې د پرانستې په غونډه کې وويل چې ياد سربند ٢٥ او کانال ٧٥ متره اوږدوالى لري او په څلورو مياشتو کې د کليو پراختيا وزارت لخوا جوړ شوى دى.

دى وايي چې د دې پروژو په پلي کېدو سره د ٤٥٣ کورنيو د ٨٠٠ جريبه باغونو د اوبو د کموالي ستونزه لرې شوه.

دغه راز حنان زي وويل چې نن د همدې ولسوالۍ په ګمبتان سيمه کې د يو سربند او کانال د جوړولو او د لب آب سيمه کې د ٢٨٠ کانالونو او ٣٠ سربندونو د بيا رغونې کار هم د جاپان او اسيايي بانک په مرسته پيل شو. هغه وويل چې دغه پروژې هم د کليو پراختيا وزارت پلې کوي

دى وايي چې د ګمبتان سربند او کانال ١٣٥ متره اوږدوالى او ٣.٣ ميليونه افغانۍ لګښت لري چې په څلورو مياشتو کې به يې تر بشپړېدو وروسته د ٧٠٠ جريبه مځکې د اوبو د کموالي ستونزه حل شي.

دغه راز ده وويل چې په لب آب سيمه کې د ٢٨٠ کانالونو او ٣٠ سربندونو د بيا رغونې کار ٤،٦ ميليونه افغانۍ لګښت لري او په شپږو مياشتو کې به بشپړ شي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د دې پروژې په پلي کېدو سره به د ١٥٠٠ جريبه مځکې د اوبو د کموالي ستونزه لرې شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.