ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار تېل پلورونکو خپل پمپونه او د کونړ هټيوالو خپلې هټۍ د احتجاج په توګه تړلي

د کندهار تېل پلورونکو خپل پمپونه او د کونړ هټيوالو خپلې هټۍ د احتجاج په توګه تړلي

author avatar
8 Sep 2015 - 15:26
د کندهار تېل پلورونکو خپل پمپونه او د کونړ هټيوالو خپلې هټۍ د احتجاج په توګه تړلي
author avatar
8 Sep 2015 - 15:26

کندهار، اسعد اباد ( پژواک، ١٧ وږى ٩٤ ) : په کندهار کې تېل پلورونکو خپل پټرول پمپونه او د کونړ په مرکز اسعداباد کې هټيوالو خپل هټۍ د احتجاج په توګه تړلي او ادعا کوي، چې مستوفيت او ښاروالۍ ورڅخه لوړه ماليه اخلي.

خو د کندهار مستوفيت مسوولينو د دې ولايت تېل پلورونکي زورواکي وګڼل او ويې ويل چې هغوى له تېرو اوو کلونو راهيسې دولت ته ماليه نه ده ورکړې، په داسې حال کې چې مستوفيت د مالياتو د ټاکل شوي قانون له مخې له هغوى څخه ماليه اخلي.

د کندهار د تېل پلورونکو د اتحاديې مرستيال حاجي مسعود اخندزاده د وږي په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کندهار تېل پلورونکو له تېرې شپې راهيسې خپل ١٣٧ پټرول پمپونه د احتجاج په توګه تړلي دي.

هغه زياته کړه، مستوفيت ورڅخه د ثابتې ماليې پر ځاى د اظهارنامې له مخې ماليه اخلي، چې دا ډېرې پيسې کېږي او د پټرول پمپونو مسوولين يې د ورکولو توان نه لري.

د اظهارنامې له مخې د يوه پټرول پمپ د يوه کال د تېلو پلور او لګښتونو ته حساب کېږي او بيا ورته ماليه ټاکل کېږي.

دى وايي: ((موږ د ماليې له ورکړې څخه انکار نه کوو، خو غوښتنه مو دا ده چې پټرول پمپونه دې د موقعيتونو له مخې پر کټګوريو ووېشل شي او ثابته ماليه دې ورڅخه واخيستل شي.))

د نوموړي په وينا، د کندهار پټرول پمپونه د ورځې ډېر لږ پلور لري، خو ماليه ورڅخه د کابل په کچه اخيستل کېږي، په داسې حال کې چې هلته پټرول پمپونه د ورځې تر ٣٠ زره لېټره پورې د تېلو پلور لري، خو په کندهار کې د ښه موقعيت پټرول پمپ د ورځې  درې زره لېټره او يا تر دې کم پلور لري.

مسعود اخندزاده  وايي، د تېل پلورونکو غوښتنه دا ده چې له پټرول پمپونو څخه دې د کندهار په سويه ثابته ماليه واخيستل شي.

هغه وويل، څو کلونه مخکې له لومړۍ درجې پټرول پمپونو څخه د کاله ٥ زره افغانۍ، له دويمې هغې څخه ٤ زره افغانۍ او له درېيمې هغې څخه ٣ زره افغانۍ ماليه اخيستل کېده، خو اوس له لومړۍ درجې پټرول پمپونو څخه د کاله ٢٤٠ زره افغانۍ، له دويمې هغې څخه ١٣٠ زره افغانۍ او له درېيمې هغې څخه ٣٠ زره افغانۍ ماليه غوښتل کېږي.

مسعود اخندزاده وايي، که په دې توګه د اوو کلونو ماليې ته حساب وشي، دا ډېرې زياتې پيسې کېږي او تېل پلورونکي يې ورکولو ته تيار نه دي.

نوموړي زياته کړه، چې د دې ستونزې د حل لپاره ولايتي شورا او د ولايت مقام مرستيال ته ورغلي ، چې تر اوسه يې مثبته پايله نه ده لرلې.

خو دى وايي، چې تېل پلورونکي به تر هغه خپل پټرول پمپونه نه خلاصوي چې ستونزه يې هواره شوې نه وي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.