ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو په جوزجان کې خپل يو  ډلمشر وژلى

طالبانو په جوزجان کې خپل يو ډلمشر وژلى

author avatar
8 Sep 2015 - 15:56
طالبانو په جوزجان کې خپل يو  ډلمشر وژلى
author avatar
8 Sep 2015 - 15:56

شبرغان (پژواک، ١٧ وږى ٩٤): وسله والو طالبانو خپل پو سرګروپ چې د جوزجان د پخواني والي يو ساتونکى يې وژلى و، وژلى دى.

امنيتي چارواکي وايي چې د جوزجان د پخواني والي بايمرداد قوينلي ساتونکى عبدالواحد لس ورځې وړاندې د رخصتۍ په موخه په منجيګک ولسوالۍ کې خپل کور ته تللى و چې د طالبانو د سرګروپ قاري امين له لوري له نيول کېدو وروسته پر ډزو سره وژل شوى و.

د جوزجان امنيې قوماندانۍ د اوپراسيون امر سمونوال عبدالمنان رووفي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د وسله والو طالبانو نومول شوى ولسوال ملا قادر، قاري امين په دُرو سره  دومره وهلى چې په هماغه ځاى کې يې ساه ورکړې ده.

هغه زياته کړه، ملا قادر دغه کار ځکه ترسره کړى چې ولې يې د جوزجان پخواني والي ساتونکى وژلى دى.

رووفي زياته کړه چې دغه پېښه نن د منجيګک په چهارجنغوى کلي کې رامنځته شوې ده.

بلخوا وسله والو طالبانو د فيض اباد ولسوالۍ په کشکک کلي پرې يوې امنيتي پوستې بريد کړى چې په پايله کې يې څلور طالبان او پنځه ولسي ځواکونه ټپيان شوي دي.

د جوزجان امنيې قوماندانۍ د اوپراسيون امر زياته کړه چې جګړې له پرون شپې څخه تر نن سهار پورې دوام درلود او وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر يې تر اوسه پورې نه دى معلوم.

طالبانو تر اوسه پورې د يادو دوو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

د ويلو ده چې دوه شپې وړاندې د جوزجان په قوش تپه ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې پنځه وسلوال مخالفين او درې امنيتي منسوبين وژل شوي او دغه راز نهه ملکيان هم ټپيان شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.