ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې ١٢٠ نورې زده کوونکې مسمومې شوې

هرات کې ١٢٠ نورې زده کوونکې مسمومې شوې

author avatar
8 Sep 2015 - 13:45
هرات کې ١٢٠ نورې زده کوونکې مسمومې شوې
author avatar
8 Sep 2015 - 13:45

هرات ښار (پژواک، ١٧ وږى ٩٤): د هرات د دوو ولسواليو په دريو ښوونځيو کې يو ځل بيا شاوخوا ١٢٠ نجونې مسمومې شوې.

د هرات د حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شېرزي د وږي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا ٨ بجې د هرات د انجيل ولسوالۍ د خاتم الانبيا او  جغرتان ښوونځيو  او د ګذرې ولسوالۍ له جايه ښوونځي څخه ٧٠ مسمومې نجونې روغتون ته انتقال شوې دي.

 د شېرزي په خبره، يادې نجونې له شپږم  تر ١٢ ټولګيو زده کوونکې دي چې د يو ډول ګاز بوى له امله  مسمومې شوې دي.

شېرزي زياته کړه چې د مسموميت دا پېښه هم د مخکنيو پېښو په څېر ده چې مسموم شوو زده کوونکو ته  د زړه بدوالى، د سر ګرځېدا او استفراغ پيدا کېږي.

دغه راز د انجيل او ګذرې ولسواليو د کلينيکونو مشرې فريبا صديقي پژواک ته وويل چې له يادو ښوونځيو د دې ولسواليو کلينيکونو ته ٤٨ مسموم شوې نجونې ور وړل شوې دي.

هغې زياته کړه: ((١٨ تنه د ګذرې له ولسوالۍ راوړل شوي او ٣٠ نور د انجيل ولسوالۍ له ښوونځيو راوړل شوي دي.))

دغه راز د هرات د پوهنې مشر عبدالرازق احمدي پژواک ته وويل چې تر اوسه د مسمومېدو اصلي لامل نه دى موندل شوى.

هغه زياته کړه: ((دا امنيتي او کشفي ارګانونو دنده ده چې د دې پېښو عوامل پيدا کړي او موږ ورسره همکار يو.))

د ناهيد  په نوم يوې مسمومې شوې زده کوونکې چې اوس يې روغتيايي حالت يې ښه دى، پژواک ته  وويل: ((په ښوونځي کې ناست و چې يو ځل يو بد بوى راغى له هغه وروسته پوه نه شو چې څه وشول.))

هغې له امنيتي ارګانونو غوښتنه وکړه چې نور په دغه ولايت کې د دغه شان پېښو مخه ونيسي.

دا په داسې حال کې ده چې په هرات کې کې سيمه ييز چارواکي د دغه ولايت د نجونو په ښوونځيو  کې د زده کوونکو مسموميت يوه بهرنۍ توطيه بولي.

د هرات مرستيال والي اصيل الدين جامي درې ورځې وړاندې رسنيو ته ويلي وو: ((هغوى چې په ترور او تښتونو بوخت وو، اوس مهال نجونې مسموموي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.