ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني : د پوهنې وزارت دې په څو راتلونکو اونيو کې خپلې بنسټيزې دندې وټاکي

ولسمشر غني : د پوهنې وزارت دې په څو راتلونکو اونيو کې خپلې بنسټيزې دندې وټاکي

author avatar
8 Sep 2015 - 18:42
ولسمشر غني : د پوهنې وزارت دې په څو راتلونکو اونيو کې خپلې بنسټيزې دندې وټاکي
author avatar
8 Sep 2015 - 18:42

کابل (پژواک، ١٧ وږى ٩٤): ولسمشر غني د پوهنې وزارت ته لارښوونه وکړه، چې په څو راتلونکو اونيو کې خپلې بنسټيزې دندې وټاکي او هم په ټول هېواد کې د ښوونځيو او د واقعي باسوادو کسانو شمېر معلوم کړي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمداشرف غني، دغه څرګندونې نن له غرمې مخکې په ارګ کې د سواد د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال وکړې.

ده وویل، د سواد رامنځته کېدل د مدنیت رامنځته کېدل دي، بې له سواده نه تاریخي خاطرات او نه هم د ټولنې تداوم او تمدن خوندي کېږي؛ له سواد پرته نه څوک په دین، نه په خپل تمدن او نه له نورو تمدنونو سره په ارتباطاتو پوهېږي.

هغه زیاته کړه، دوه نیم زره کاله مخکې زموږ مېرمنو مکتوبونه لیکل، د اوبو انتظام هم دوه نیم، درې زره کاله مخکې دلته اختراع شو، دا بې له لوسته نه شي کېدای. موږ د سواد د زده کړې ډېره سپېڅلې تاریخچه لرو.

غني څرګنده کړه، تقریباً سل کاله مخکې کاکا سیداحمد لودین په ضمانت سره په درې اونیو کې یو بې سواده کس باسواده کاوه. د ده طرز د سواد د زده کړې مشهور طرز و. اکثره مشروطیت غوښتونکي د ده شاګردان وو.

ولسمشر وویل: "دوه کاله وړاندې د میدان وردګو ولایت د پولسو روزنیز مرکز ته ورغلم، تقریباً پنځوس کسه وو، ۹۰ فیصده یې تر شپږم او نورو یې تر اتم ټولګي پورې ښوونځی لوستی وو، خو لا هم بېسواده وو."

هغه د پوهنې وزارت د څارنې، حساب ورکولو او تعلیمي نصاب نیمګړتیاوې، د دغې ستونزې اصلي لاملونه یاد کړل.

اشرف غني د دغې ستونزې د حل لپاره داسې ملي طرحه اړینه وبلله، چې له مخې یې د پوهنتون محصلین، د ښوونځي زده کوونکي، مدني فعالان او د دولت مامورین دا ژمنه وکړي، چې هر تعلیم یافته به څو نفره باسواده کوي.

نوموړي د بېلګې په توګه د رونډا د هېواد یادونه وکړه، چې په کم وخت کې یې د ملي طرحې او بسیج له لارې د بې سوادۍ کچه ټیټه کړه.

ولسمشر د سواد په زده کړه کې د پوهنې وزارت کلیدي رول ته په اشارې وویل: "پوهنې وزارت ته مې لومړی هدایت دا دی، چې د یوې سرتاسري ارزونې له مخې په ښوونځیو کې دا معلومه کړي، چې واقعاً څو تنه باسواده دي."

د ده په وینا، له دې پرته پوهنې وزارت د افغانستان د ملت د ډاډ وړ نه ګرځي.

غني د پوهنې وزارت ستونزو ته په اشارې وویل: "تاسو د تفتیش لسګونه پراګنده دستګاوې لرئ، خو یوه واحده دستګاه نه لرئ. له اویا څخه زیات عمومي ریاستونه لرئ، خونظم نه لرئ."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.