ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې د وسله والو يو بهرنى قوماندان، زرقاوي وژل شوى

کونړ کې د وسله والو يو بهرنى قوماندان، زرقاوي وژل شوى

author avatar
8 Sep 2015 - 14:25
کونړ کې د وسله والو يو بهرنى قوماندان، زرقاوي وژل شوى
author avatar
8 Sep 2015 - 14:25

اسعد اباد (پژواک، ١٧ وږى ٩٤): چارواکي وايي چې په کونړ ولايت کې د بهرنيو ځواکونو په يوه بې پيلوټه هوايي بريد کې د قوماندان زرقاوي په ګډون دوه وسله وال وژل شوي دي.

د کونړ د والي وياند غني مصمم د وږي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد نن سهار د غزني اباد ولسوالۍ په څوکۍ دره کې شوى و.

هغه زياته کړه چې په بريد کې يو بهرنى وسله وال، قوماندان زرقاوي له يو بل وسله وال  سره وژل شوى دى.

بلخوا په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو وايي چې د کونړ پر ناړۍ ولسوالۍ د وسله والو مخالفينو ډله ييز بريد پر شاتمبول شوى او  درنه مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.

د ياد قول اردو مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون سهار تر ٤٠٠ پورې وسله والو مخالفينو د ناړۍ ولسوالۍ پر پوستو بريدونه کړي وو.

سرچينې زياته کړې چې د ملي اردو ځواکونو په ځوابي بريدونو کې چې د هوايي ځواک ملاتړ  هم ورسره و، ٢٢ وسله وال ووژل شول او ٢٦ نور ژوبل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې نښتو کې يو سرتېرى وژل شوى او بل ټپي دى.

وسله والو طالبانو د قوماندان زرقاوي د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويلي خو پرون يې د ناړۍ په جګړه کې د ګڼ شمېر دولتي سرتېرو د وژلو ادعا کړې وه. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.