ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د احمدشاه مسعود د وژنې دوسيې د څېړلو غوښتنه وشوه

د احمدشاه مسعود د وژنې دوسيې د څېړلو غوښتنه وشوه

author avatar
9 Sep 2015 - 16:26
د احمدشاه مسعود د وژنې دوسيې د څېړلو غوښتنه وشوه
author avatar
9 Sep 2015 - 16:26

کابل (پژواک، ۱۸ وږى ۹۴): د "احمد شاه مسعود بنسټ" مشر احمد ولي مسعود يو ځل بيا له دولته وغوښتل، چې د احمدشاه مسعود د وژنې دوسيه وڅېړي، څو په راتلونکي کې د ځنځيري وژنو مخه ونيول شي.

پخوانى جهادي قوماندان احمدشاه مسعود، د ١٣٨٠ لمريز کال د وږي مياشتې په ١٨ مه، چې د ٢٠٠١ زېږديز کال د سپټمبر له نهمې سره برابرېږي، د دوه عرب ځانمرګو بريدګرو له لوري د نيويارک نړيوال مرکز له نړولو وړاندې، د تخار ولايت په خواجه بهاوالدين سيمه کې ووژل شو.

چادونه هغه مهال رامنځته شوه، چې مسعود له يادو دوو خبريالانو سره په مرکه بوخت و، چې يوه يې له خپلې کمرې سره يو ځاى چې په دوربين کې يې بم ځاى پر ځاى شوى و، پر هغه بريد وکړ او درې واړه ووژل شول.

احمدولي مسعود چې نن يې په کابل کې د احمدشاه مسعود د مړينې د ۱۴ تلين په نمانځغونډه کې خبرې کولې، يو ځل بيا يې د ملي وحدت له چارواکو غوښتنه وکړه، چې د مسعود د وژنې دوسيه دې وڅېړي او عاملين دې يې پيدا کړي.

هغه تردې وړاندې ويلي و، چې د ورور د وژل کېدو په برخه کې دې يې په ملي او نړيواله کچه څېړنې وشي، ځکه د ورور قتل يې بهرني اړخونه لري او بايد افغانانو ته جوته شي، چې د دې خاورې اصلي دښمنان څوک دي؟

مسعود ويلي و، چې د دوی دا غوښتنه د غچ اخيستو په معنا نه ده، نو بايد په دې برخه کې داسې يو کمېسيون رامنځته شي، چې د هېواد په دننه او بهر کې د نړيوالو بنسټونو په مرسته له بېلابېلو اړخونو د مسعود د وژنې دوسيه تعقيب کړي.

هغه چې د نننۍ غونډې په وروستۍ برخه کې څرګندونې کولې، غونډې ته يې د ټولو مېلمنو د راتګ د هرکلي تر څنګ د ملي يووالي حکومت له چارواکو وغوښتل، چې د مسعود د وژنې دوسيه وڅېړي.

ده وويل: "په اخر کې له همدې تريبيون نه درې غوښتنې لرو، په تېرو کلونو کې مو هم دا غوښتنه لرله، لومړۍ غوښتنه مو داده چې د شهيد مسعود د شهادت دوسته تعقيب شي، ترڅو وکولای شو د ځنځيرو وژنو مخه ونيسو او په دې پوه چې څوک د دې وژنې تر شا لاس لري."

د ده په وينا، دويمه غوښتنه يې داده چې د ملي اتل امتيازات تثبيت کړي او درېم دا چې د مقاومت مخکښو قوماندانو ته د مقاومت مډال ورکړي.

دی وايي، په دې دوو وروستيو برخو کې د شهيد د اوونۍ په موخه د جوړ شوي کميسيون مشر او غړي ورسره هوکړه کړې او دی د ملي وحدت له حکومت څخه غواړي، چې په دې برخه کې قانوني کړنې ترسره کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.