ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست نجونې: کلتوري محدوديتونه مو د زده کړو د خنډ لامل ګرځي

د خوست نجونې: کلتوري محدوديتونه مو د زده کړو د خنډ لامل ګرځي

author avatar
9 Sep 2015 - 13:24
د خوست نجونې: کلتوري محدوديتونه مو د زده کړو د خنډ لامل ګرځي
author avatar
9 Sep 2015 - 13:24

خوست (پژواک، ١٨ وږى ٩٤): په خوست کې ښځينه محصلانې وايي، د اسانتياوو له پلوه د لوړو او نيمه لوړو زده کړو د ترسره کولو مخ کې کومه جدي ستونزه نه ويني، خو ځينې کلتوري محدوديتونه يې د خنډ لامل شوي دي.

په دې ولايت کې د کثيرالرشتوي انسټيټوټ محصلې هيلې پژواک خبري اژانس ته وويل، تر ډېره ورته اسانتياوې برابرې شوې او له يو شمېر نورو نجونو سره منظم درسونه پرمخ وړي.

خو هغې له دې امله اندېښنه څرګنده کړه، چې ځينې خلک خپلې لوڼې او خويندې د کلتوري محدوديتونو له مخې د لوړو زده کړو ترسره کولو ته نه پرېږدي.

هغې وويل: ((موږ خپلو زده کړو ته ډېرې هيله منې يو، خو د هغو خويندو راتلونکې تياره ده، چې له زده کړو سره علاقه لري، خو اجازه نه ورکول کېږي.))

په افغاني ټولنه کې کله چې د نجونو عمر زياتېږي، د ځينو کلتوري محدوديتونو پربنسټ يې خپلې کورنۍ ښوونځي او يا د لوړو زده کړو ښوونيزو مرکزونو ته د تګ اجازه نه ورکوي.

خو محصله هيله په دې نظر ده، که نجونې شرعي حجاب ولري او د ټولنې نزاکتونه په پام کې ونيسي، تر ډېره بريده يې د زده کړو په مخ کې د خنډ جوړېدو مخنيوی کېږي.

هغې زياته کړه: ((د ځينو کورنيو مشران ډېر ښه فکر لري. په ټوليز ډول مو خلکو ته پيغام دا دی، چې له دولسمو ټولګيو تر فراغت وروسته نجونو ته د لوړو او نيمه زده کړو اجازه ورکړي)).

د خوست دغه کثيرالرشتوي انسټيټوټ په بېلابېلو څانګو کې ۲۱۰ محصلان لري، چې له دې جملې څخه يې ۳۰ تنه نجونې دي، چې د ادارې او مديريت په رشته کې د سږکال تر پايه دوه کلنې زده کړې بشپړوي.

د يادې رشتې يوې بلې محصلې ماليحې له پژواک اژانس سره په خبرو کې خوشبيني څرګنده کړه، چې ورو، ورو د نجونو د زده کړو پر وړاندې کلتوري محدوديتونه د لرې کېدو په حال کې دي.

هغې زياته کړه: ((که يوه مور باسواده وي، اولاد يې ښه روزل کېږي او د ټولنې د خدمت وړ ګرځي. په کوم کور کې چې ښځه نالوستې وي، اولاد يې هم بې لارې کېږي او د ټولنې د سر درد ګرځي.))

د خوست د پوهنې رييس انجنير بخت نور بختيار وايي، د دې لپاره چې په ښوونيزو مرکزونو کې د ښځينه وو شمېر زيات شي، هڅه کوي ښځينه استادانې پر دندو وګوماري.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، خلک هم دا غوښتنه لري، چې ښځينه محصلانو او يا زده کوونکو ته ښځينه استادانې تدريس ورکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.