کابل (پژواک ١٨ وږى ٩٤): د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د ملي امنيت شورا په غونډه کې د هېواد عمومي امنيتي حالت وڅېړل شو.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنيت شورا غونډه، تېره ورځ په ارګ کې جوړه شوه.
سرچينه کاږي، د امنيتي او دفاعي سکټور وزيرانو او د ملي دفاع وزارت لوی درستيز د هېواد د عمومي امنيتي حالت په اړه د ملي امنيت شورا غونډې ته راپور وړاندې کړ او کابل ته په څېرمه ولسواليو او د ننګرهار ولايت د حصارک، شېرزادو او خوګياڼيو په ولسواليو کې يې د چاڼيزو عملياتو له امله شوي پرمختګونه د رضايت وړ وبلل.
هغوی وويل چې د حصارک، شېرزادو او خوګياڼيو ولسوالۍ په عملياتو کې دښمن ته درنده مرګ ژوبله اوښتې او د خاکجبار - د ازرې د سړک تګلوری د دښمن له وجود څخه پاک شوی او بيارغول شوی دی.
سرچينه زياتوي، په غونډه کې د افغانستان خلکو ته متوجه ګواښونه او د هېواد په بېلابېلو سيمو کې نورې ستونزې وڅېړل شوې او د دې ترڅنګ چې غونډې د ګواښونو د شنډولو لپاره د هېواد امنيتي او دفاعي سکټور ته لازمې لارښوونې وکړې، له دښمن سره د زړورې مبارزې په لاره کې يې د دغه سکټور د منسوبانو قربانۍ وستايلې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن