سرپل (پژواک ١٩ وږى ٩٤): هغه تورن کس، چې د سرپل ولايت په بلخاب ولسوالۍ کې يې د يوې صحرايي محکمې پر مهال يوه لور او پلار وهلي او ډبولي و، د ولسوالۍ له زندانه تښتېدلى دى.
د سرپل امنيه قوماندان مل پاسوال محمد اصف جبارخېل پژواک خبري اژانس ته وويل، ياد کس نن سهار څلور بجې له موقع څخه په ګټې اخيستنې تښتېدلى دى.
ده زياته کړه، د يادې موضوع د څېړنې لپاره يو پلاوى په دنده ګومارل شوى، څو له څېړنو وروسته هغه کسان چې په دې برخه کې يې بې پروايي کړې، د قانون منګولو ته وسپارل شي.
دغه راز هغه څرګنده کړه، چې پوليسو د تښتېدلي کس د بيا نيولو هڅې پيل کړې دي.
د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د يادې صحرايي محکمې د قضيې په تور پنځه کسان نيول شوي وو.
د کورنيو چارو وزارت ليکي، دغه کسان د يوې لور او پلار له وهل ډبول کېدو وروسته د راپورونو له خپرېدو وروسته د بلخ اب ولسوالۍ د توغي کلي د حينو اوسېدونکو له لوري نيول شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت زياته کړې، دغه قضيه له هغه وروسته رامنځته شوې، چې يوه لور او پلار د يوه فال ليدونکي له لوري په غلا تورن شول.
د کورنيو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د يادې صحرايي محکمې عاملينو يو خپلسرى او مجرمانه عمل تر سره کړى او د دوو هېوادوالو بشري حقوق يې په ښکاره ډول تر پښو لاندې کړي او دوى يې د ټولو خلکو په شتون کې سپک کړي دي.
دغه وزارت د سرپل ولايت پوليسو ته امر کړى، چې يادې موضوع ته په ګړندۍ توګه لاسرسى وکړي، څو د يادې پېښې عاملين د عدالت د ټينګښت په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
د کورنيو چارو وزارت د خبرپاڼې په پاى کې څرګنده کړې، پوليس د هېواد له عدلي او قضايي ارګانونو سره په مرسته د عدالت، نظم او د خلکو د امنيت د ټينګښت مسووليت لري او هر ډول خپلسرې کړنې، په ځانګړي ډول د خلکو د مجازاتو په برخه کې چې دولتي حاکميت تر پوښتنې لاندې راولي او په ټولنه کې بې نظيمو او خپلسريو ته لمن وهي، جرمي عمل بولي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن