ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې دوه  نجونې مړې شوې

جوزجان کې دوه نجونې مړې شوې

author avatar
10 Sep 2015 - 17:23
جوزجان کې دوه  نجونې مړې شوې
author avatar
10 Sep 2015 - 17:23

شبرغان (پژواک، ١٩ وږى ٩٤): د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې دوه نجونې چې يوه ١٣ او بله ١٨ کلنې وې مړې شوې چې يوې يې ځان وژنه کړې او د بلې د مرګ لامل تر اوسه نه دى څرګند شوى.

د جوزجان امنيتي چارواکي د ١٨ کلنې نجلۍ مړينه مرموزه ګڼي، خو ادعا کوي چې ١٣ کلنې نجلۍ ځان وژنه کړې ده.

د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال فقيرمحمد جوزجاني پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اتلس کلنې نجلۍ وژنه تېره ورځ هغه مهال پېښه شوې چې د کورنۍ غړي يې د څه کار لپاره له کوره وتلي وو او کله چې کور ته راستانه شول، نو لور يې د ځنکدن په حال کې وه.

د جوزجان د دغه امنيتي چارواکي په خبره، دا نجلۍ په بېړني ډول روغتون ته ورسول شوه، خو روغتون ته له رسېدو وړاندې يې ساه ورکړه.

امنيه قوماندان وايي: ((تر اوسه يې د مرګ لامل نه دى ثابت شوى.))

جوزجاني د دې پخلى وکړ چې ديارلس کلنې نجلۍ تېره ورځ خپل ځان زندۍ کړى دى.

نوموړي څرګنده کړه چې د دې نجلۍ مړى د امنيتي او کشفي ځواکونو له لوري روغتون ته لېږدول شوى، څو په دې اړه معاينات وکړي.

امنيه قوماندان وايي چې کورنى تاوتريخوالى، بېوزلي، د خپلو زامنو او لوڼو د حقوقو په اړه د کورنيو د پوهې کچې ټيټوالى د دې ډول پېښو سبب ګرځي.

دا په داسې حال کې ده چې د جوزجان ولايت د عامې روغتيا مشر ډاکتر فريدون حبيب پژواک ته وويل چې تېر ماښام يوې اتلس کلنې نجلۍ سمي توکي خوړلي وو او روغتون ته ور وړل شوې ده.

هغه وويل چې دا نجلۍ له تسمم ٢٤ ساعته وروسته د کورنۍ له خوا روغتون ته ور وړل شوې وه، خو وضعيت يې ډېر نازک و او په لومړنيو ساعتونو کې يې ساه ورکړه.

هغه وويل که چېرې ناروغ د مسموميت په لومړيو شېبو کې روغتون ته ور وړل شوې واى، امکان يې درلود چې د مړينې مخه يې نيول شوې واى.

د عامې روغتيا مشر د دويمې قضيې په اړه وويل چې د يادې ١٣ کلنې نجلۍ په غاړه کې د زندۍ نښې وې او د مرګ لامل يې هم زندۍ کېدل دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.