ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غور کې يو طالب ولسوال خپل ساتونکي وژلى

غور کې يو طالب ولسوال خپل ساتونکي وژلى

author avatar
10 Sep 2015 - 15:49
غور کې يو طالب ولسوال خپل ساتونکي وژلى
author avatar
10 Sep 2015 - 15:49

فيروزکوه (پژواک، ١٩ وږى ٩٤): د غور ولايت ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په دولينې ولسوالۍ کې د طالبانو ولسوال د خپلو ساتونکو له خوا وژل شوى دى.

د دولينې ولسوال محمد حسين دانشيار پژواک خبري اژانس ته وويل چې د طالبانو نوموى شول ولسوال مولوي يوسف معتصم هغه مهال په ډزو ووژل شو چې د سيمه ييزو خلکو په خبره، غوښتل يې د خپل ساتونکي کور ته په ناوړه نيت ننوځي.

د غور دغه ځايي چارواکي په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل، خو ويې ويل چې د ځايي خلکو د ادعا له مخې، مولوي يوسف د خپل ساتونکي صبغت الله پر مېرمن د تېري هوډ کړى و.

د دولينې ولسوال په داسې حال کې چې په دې ولسوالۍ کې يې د دولت د وسله والو مخالفينو د پراخ شتون پخلى وکړ، وويل چې دا پېښه دوې شپې وړاندې د دولينې ولسوالۍ اړوند په زانو کلي کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړه، د دولت وسله والو مخالفينو د مولوي يوسف معتصم له وژلو وروسته تېره شپه صبغت الله نومى نيولى او د څېړنو لپاره يې د دې ولوسالۍ تاييدې سيمې ته له ځان سره بيولى دى.

دانشيار وويل چې د دولت وسله والو مخالفينو د څېړنو له ترسره کولو وروسته صبغت الله د ځايي خلکو  په مخکې اعدام کړى دى.

د تاييدې سيمې يوه اوسېدونکي عبدالقدير د دولت د وسله والو مخالفينو له خوا د صبغت الله د وژنې پخلى وکړ او ويې ويل چې مړى يې اوس هم خپلې کورنۍ ته نه دى سپارل شوى.

له بلې خوا د غور د عامه نظم پوليسو قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي: ((يو طالب قوماندان د ملا صبغت الله په نوم د خپل ساتونکي کور ته تللى و، د دې کورنۍ پر يوه ځوانه ښځه له جنسي تېري وړاندې د دغه ساتونکو پر ډزو ووژل شو.))

پژواک خبري اژانس هڅه وکړه چې د دې ادعا په اړه  د وسله والو طالبانو د وياند نظر هم د برېښناليک له لارې ترلاسه کړي، خو ونه توانېد.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.