کابل(پژواک، ١٩ وږى ٩٤): چارواکي وايي، د سمنګان د ترانسپورټ امر او د ښاروال ساتونکى په يوه چاودنه کې ټپيان شوي او په يو بريد کې څلورو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او څلور پوليس ټپيان دي.
د سمنګان د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر څارمن احمدفريد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د مرکز ايبک ښاروال نوراحمد سامع د سمنګان د ځمکني ترانسپورټ له مدير قدرت الله مظهر، موټر چلوونکي او يو ساتونکي سره نن سهار شاوخوا اته بجې د دغه ولايت د مرکز اړوند له جوى ژوندون سيمې ښار ته پر لاره و چې پر موټر يې تر پولګوټي لاندې ځاى پر ځاى شوي ماين چاودنه وشوه.
هغه وايي چې په دې چاودنه کې ښاروال ته زيان نه دى رسېدلى، خو مظهر او د ښاروال يو ساتونکى په کې ټپيان شوي دي.
د سمنګان ملکي روغتون د جراحۍ څانګې نوکريوال ډاکټر شعيب رحيمي وايي، د ځمکني ترانسپورت د مدير روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ نه دى او په ياد روغتون کې تر درملنې لاندې دى، خو د ښاروال د ساتونکي ټپونه ژور دي او د درملنې لپاره بلخ ته لېږدول شوى دى.
د دغه بريد مسووليت تر دې دمه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د يو بل خبر له مخې، د سمنګان د دره صوف پايين ولسوالۍ اجرائيه امر او سرپرست وايي چې تېره ورځ امنيتي ځواکونو د دې ولسوالۍ په تاقچي سيمه کې د وسله والو مخالفينو پر يوه غونډه بريد وکړ چې په ترڅ کې يې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
هغه وايي چې د طالبانو يو مړى او يو ار پي جي ٧ راکټ د دولتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د ده د څرګندونو له مخې، په دې نښته کې د پوليسو دوه افسران او دوه سرتېري هم ټپيان شوي دي.
خو وسله والو طالبانو ويلي چې تېره ورځ په ياده سيمه کې دوى پر يوه پوسته بريد وکړ چې په پايله کې يې د پوستې قوماندان او دوه پوليس وژل شوي او يو طالب او ٩ پوليس ټپيان دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن