پل علم ( پژواک، ١٩ وږى ٩٤ ) : چارواکي وايي چې په لوګر ولايت کې ديوې چاودنې له امله د ښوونځي دوه زده کوونکي وژل شوي او درې ټپيان دي.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د وږي په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د وسله والو طالبانو له خوا دا چاودنه نن سهار په نهو بجو په ازرې ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د ازرې ولسوال حيمدالله حميد پژواک اژانس ته وويل چې چاودنه د ولسوالۍ د بزرګانې سيمې پر لاره شوې ده.
د نوموړي په وينا، د سيمې اوسېدونکي ماشومان ښوونځي ته روان وو، چې په لاره کې د طالبانو له خوا ځاى پر ځاى شوى ماين پرې چاودېدلى دى.
ولسوال وويل چې په دې چاودنه کې پنځو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې عمرونه يې له ٧ څخه ١٤ کلونو پورې دي.
دى وايي چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي ، خو د هغوى روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن