ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کورنيو چارو وزارت : راغستان کې مو ٣٠وسله وال طالبان وژلي

کورنيو چارو وزارت : راغستان کې مو ٣٠وسله وال طالبان وژلي

author avatar
11 Sep 2015 - 16:24
کورنيو چارو وزارت : راغستان کې مو ٣٠وسله وال طالبان وژلي
author avatar
11 Sep 2015 - 16:24

فيض اباد (پژواک، ۲۰وږى۹۴): د کورنيو چارو وزارت وايي چې د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې يې د پنځو قوماندانانو په ګډون ٣٠وسله وال طالبان وژلي دي.

 په  هغه خبرپاڼه کې چې د کورنيو چارو وزارت له لوري پژواک اژانس ته را رسېدلې راغلي چې په راغستان کې د وسله والو د له منځه وړلو په موخه عمليات پيل شوي دي.

سرچينه وايي چې ددې عملياتو په ترڅ کې تراوسه د پنځو قوماندانانو ملا مقتدر، مولوي حجت، مولوي عبدالله، مولوي تاجکستاني او ملا وزیر ګل په ګډون ٣٠ وسله ال وژل شوي دي .

خبرپاڼه وايي چې په دې عملياتو کې پنځه امنيتي سرتېري وژل  او اته نور ټپيان دي.

د کورنيو چارو وزارت په داسې کې په راغستان کې د ٣٠ وسله والو د وژلو خبر ورکوي  چې  د بدخشان چارواکي وايي، سلګونو وسله والو طالبانو نن سهار وخته د دغه ولايت په راغستان ولسوالۍ بريد کړى او د ولسوالۍ نيمه برخه يې نيولې ده .

 د بدخشان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سخي داد حيدري پژواک اژانس ته وويل چې دغه بريد نن سهار درې بجې شوى .

 ده وويل چې تراوسه (سهار ٨بجې) جګړه په شدت سره دوام لري او تراوسه کم تر کمه اته وسله وال طالبان وژل شوي، يو شمېر نور ټپيان دي او دغه راز دوه امنيتي سرتېري هم ټپيان دي .

 ده وويل چې د امنيتي ځواکونو مرستې ته د ولايت له مرکزه نور ځواکونه هم ورلېږل شوي چې د وسله والو دا بريد په شا وتمبوي .

وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.