واشنګټن (پژواک، ٢١ وږى ٩٤): د امريکا ولسمشر بارک اوباما وايي چې القاعده يې له منځه وړې خو زياتوي چې دغه ډله اوس هم يو ګواښ دى.
اوباما دغه څرګندونې تېره ورځ د سپټمبر ١١مې د کاليزې پر مهال يوې غونډې ته د وينا پر مهال کړې دې.
١٤ کاله مخکې د امريکا پر نړيوال سوداګريز مرکز د الوتکو له لارې بريدونه وشول، دغه راز يوه الوتکه د امريکا پر دفاع وزارت وغورځېده او څلورمه الوتکه په پنسلوانيا ايالت کې غورځول شوې وه چې په دې ټولو پېښو کې تر دريو زرو پورې کسان ووژل شول.
امريکا د دغو بريدونو پړه پر القاعدې ډلې واچوله او د دې ډلې او طالبانو پر ضد يې په افغانستان کې عمليات پيل کړل چې اوس هم دا جګړه ادامه لري.
د امريکا ولسمشر بارک اوباما او مېرمنه يې مېشل اوباما پرون د پېښې په ځاى کې ګلونه کېښودل او سرتېرو ته يې وينا وکړه.
هغه زياته کړه چې د امريکايي ځواکونو د برياليو عملياتو په پايله کې القاعده د افغانستان او پاکستان په سيمو کې له منځه وړل شوې، خو دا يې هم وويل چې دا ډله اوس هم په ځينو سيمو کې يو ګواښ دى.
اوباما وويل چې د القاعدې مرکزي او مهم مشران يې له منځه وړي دي او زياته کړې يې ده چې د دې سخت دريځې ډلې د نورې پراخېدو مخه يې نيولې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن