سرپل (پژواک، ٢١ وږى ٩٤): چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د سرپل په سوزمه کلا ولسوالۍ کې هغه ښځه او سړى نن سنګسار کړل چې څو ورځې مخکې يې د زنا په تور نيولي وو.
د سرپل سرپرست والي عبدالجبار حقبين پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو دغه دوه کسان نن د دې ولسوالۍ په کټه کلا سيمه کې سنګسار کړي دي.
ده په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل.
خو يو بل چارواکى چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، وايي چې طالبانو دغه دوه تنه شاوخوا يوه اونۍ مخکې د سوزمه کلا په خراسان کلي کې نيولي وو.
سرچينه زياتوي چې ياده ښځه د خراسان کلي او سړى د سرپل د سنګ چارک ولسوالۍ د خواجه سرخ کلي اوسېدونکي وو.
هغه وويل چې دغه دواړه متاهل وو.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د سيمې له خلکو سره خبرې وکړو، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.
وسله والو طالبانو هم تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن