ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو په مرکزي بغلان کې يو پوځي مرکز نيولى

طالبانو په مرکزي بغلان کې يو پوځي مرکز نيولى

author avatar
12 Sep 2015 - 11:48
طالبانو په مرکزي بغلان کې يو پوځي مرکز نيولى
author avatar
12 Sep 2015 - 11:48

پلخمري (پژواک، ٢١ وږى ٩٤): د بغلان ولايت امنيتي چارواکي وايي چې د بغلان په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې له نوروزک کلي د امنيتي ځواکونو له تاکتيکي شا تګ سره دغه پوځي مرکز د طالبانو لاس ته ورغلى او د ملي اردو څلورو منسوبينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بغلان د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرشيد بشير نن سهار پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي اردو ځواکونه د ولايت د پوځي شورا د پرېکړې پر بنسټ له نوروزک کلي څخه پر شا شوي دي.

د بغلان دې امنيتي چارواکي وويل چې دولتي ځواکونه اوسمهال د دې پوځي اډې په پنځه کيلومترۍ کې په علاوالدين کلي کې مېشت دي، د امنيتي ځواکونو يو ټانک د وسله والو مخالفينو له خوا سوځول شوى او يو بل ټانک يې په غنيمت وړى دى.

د نوروزک پوځي بېز چې يوه ستراتيژيکه برخه بللې شوې، د بغلان ولايت د مرکزي بغلان ولسوالي له علي اباد او چهار درې ولسواليو سره نښلوي او د ګمبيري دښتې له لارې له سمنګان ولايت سره لاره لري.

دا پوځي مرکز يو کال وړاندې د دولت د وسله والو مخالفينو په واک کې و چې له امله يې کله کله سمنګان، کندوز او بغلان ولايتونه هم د طالبانو له ګواښ سره مخ کېدل، خو وروسته دولتي ځواکونه وتوانېدل چې واک يې ترلاسه کړي.

په بغلان کې امنيتي سرچينو ويلي چې وسله والو مخالفينو له يوې مياشتې راهيسې څو ځلې د دغه پوځي بېز د نيولو لپاره بريدونه کړي، خو د امنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ کېدل چې بالاخره تېره شپه د دولتي ځواکونو له شاتګ وروسته دا بېز د طالبانو  لاس ته ولوېد.

له بلې خوا طالبانو پژواک خبري اژانس ته په يوه راستول شوي برېښناليک کې ويلي چې د دوى کسانو د مرکزي بغلان ولسوالۍ د علي خواجه سيمې د نوروزک پوځي اډه له سختو بريدونو وروسته نيولې ده.

مجاهد ادعا کوي چې د نښتې په ترڅ کې ٨ پوليس وژل شوي، ١٢ نور کسان ژوبل شوي، د دى تر څنګ د دوى له کسانو پنځه نور ژوبل شوي دي.

سرچينې زياته کړې، د دوى کسانو له دولتي ځواکونو وسلې او مهمات هم په غنيمت نيولي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.