ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په باک ولسوالۍ کې ١٢ طالبان وژل شوي

په باک ولسوالۍ کې ١٢ طالبان وژل شوي

author avatar
12 Sep 2015 - 13:52
په باک ولسوالۍ کې ١٢ طالبان وژل شوي
author avatar
12 Sep 2015 - 13:52

خوست ښار (پژواک، ٢١ وږى ٩٤): چارواکي وايي چې د خوست په باک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو ډله ييز بريد پر شا تمبول شوى او په رامنځته شوې نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت د وږي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار سلګونو وسله والو طالبانو د باک ولسوالۍ د چنارګۍ په سيمه کې د پوليسو پر يوې پوستې له دريو لورو بريدونه وکړل.

هغه زياته کړه چې طالبان  د پوليسو له کلک مقاومت سره مخ شول او په رامنځته شوې پنځه ساعته جګړه کې ١٢ وسله وال وژل شوي او ګڼ نور ټپيان شوي دي.

غيرت وايي چې په دې نښته کې يو پوليس هم وژل شوى او درى نور ټپيان دي.

د نوموړي په وينا، دا پوسته د وسله والو طالبانو پر لاره چې د ډيورنډ پولې له پورې غاړې راځي، جوړه شوې او دا د درېيم ځل دى چې دوى پرې بريد کوي.

د محمدبصير په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې په سيمه کې سخته نښته شوې او دواړو لورو له سپکو او درنو وسلو کار اخيست.

دى وايي چې په دې نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژبله اوښتې، خو کره شمېره ورته نه وه معلومه.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي چې په دې نښته کې اوه پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

هغه زياتوي چې په نښته کې يواځې دوه طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

خو امنيه قوماندان د مجاهد خبره رد کړه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.