ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان له ايران سره د اړيکو د تنظيم برخه کې ځانګړې کمېټې جوړوي

افغانستان له ايران سره د اړيکو د تنظيم برخه کې ځانګړې کمېټې جوړوي

author avatar
13 Sep 2015 - 18:38
افغانستان له ايران سره د اړيکو د تنظيم برخه کې ځانګړې کمېټې جوړوي
author avatar
13 Sep 2015 - 18:38

کابل (پژواک، ٢٢ وږى ٩٤): د افغانستان دولت غواړي له ايران سره د اړيکو د تنظيم لپاره په بېلابېلو سکتورونو کې ځانګړې کمېټې جوړې کړي.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنيت شورا له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، په کابل کې د ایران له سفیر محمد رضا بهرامي سره، نن په کتنه کې د دواړو هېوادونو پر اړیکو، د ګډې پولې د امنیت پر ټينګښت او په ایران کې د افغان کډوالو پر وضیعت خبرې وکړې.

سرچينې د ملي امنیت سلاکار په حواله ويلي،  د افغانستان دولت غواړي چې له ایران دولت سره د خپلو اړیکو د تنظیم او همغږۍ په موخه په بېلابېلو سکتورونو کې ځانګړې کمېټې رامنځته کړي.

د اتمر په وینا، دا کمېټې به په اړوندو برخو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو او همکاریو پرمختګونه تعقیبوي.

د خبرپاڼې په حواله، د ايران سفير بهرامي د افغانستان له دولت سره د خپل هېواد اړیکې، د ورورۍ او ښه ګاونډيتوب پر اصولو ولاړې وبللې او زیاته یې کړه، هېواد یې د افغانستان له دولت سره په بېلابېلو برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

 

 

 

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.