خوست ښار (پژواک، ٢٢ وږى ٩٤): چارواکي وايي چې په خوست ولايت کې د تڼيو او ګربزو ولسواليو لسګونه ښوونځي د احتجاج په توګه تړل شوي دي.
د ګربزو ولسوالۍ د يوه ښوونځي ښوونکي قيمت ګل د وږي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې ټول ښوونځي له نن سهار راهيسې تړل شوي دي.
هغه زياته کړه چې د پوهنې رياست له خوا د ګربزو او تڼيو ولسواليو د پوهنې امرين بې کفايته دي او د دوى ستونزې نه شي هوارولى.
قيمت ګل دغه راز وويل چې په دې ولسواليو کې د ښوونکو لپاره ځانګړې شوې ځمکې د ځايي زورواکو له خوا غصب شوې دي.
د نوموړي په وينا، تر څو پورې چې دوى ته ځمکې نه وي ورکړل شوې او ياد امرين نه وي بدل شوي، دوى به خپلو اعتصابونو ته ادامه ورکوي.
د خوست د پوهنې رياست د څارندوى امر قمر خان کامران هم ومنله چې په يادو ولسواليو کې ډېرى ښوونځي تړل شوي دي.
د پوهنې رياست تدريسي مرستيال مطيع الله فضلي هم د ښوونځيو د تړل کېدو د تاييد تر څنګ پژواک ته وويل چې له ولايتي شورا سره يې په شريکه کې يوه کمېسيون ته دنده سپارلې ده، څو يادې ستونزې ته د هواري لاره پيدا کړي.
نوموړي ومنله چې د ښوونکو لپاره ځانګړې شوې ځمکې غصب شوې او ډېر ژر به ښوونکو ته د نومرو د وېش لړۍ پيل کړي.
خو فضلي د پوهنې د امرينو د بدلولو په اړه څه ونه ويل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن