ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګومل ولسوالۍ په انګورو اډه سيمه کې پاکستان دروازه جوړه کړې

د ګومل ولسوالۍ په انګورو اډه سيمه کې پاکستان دروازه جوړه کړې

author avatar
13 Sep 2015 - 19:20
د ګومل ولسوالۍ په انګورو اډه سيمه کې پاکستان دروازه جوړه کړې
author avatar
13 Sep 2015 - 19:20

ښرنه (پژواک، ٢٢ وږى ٩٤): د پکتيکا خلک او د ولايتي شورا مسوولين وايي، د ګومل ولسوالۍ په انګورو اډه سيمه کې پاکستان د دروازې جوړولو کارونه پای ته رسولي او د پاتې تاسيساتو کارونه يې هم ۸۰ سلنه بشپړ شوي دي.

د انګورو اډې يوه اوسېدونکي نورمحمد خروټي پژواک خبري اژانس ته وويل، د پاکستانيانو له لوري د انګورو اډې په سرحدي سيمه کې د تاسيساتو د جوړېدو لړۍ په تېزۍ سره روانه ده او د دروازې جوړولو کارونه يې پای ته رسېدلي دي.

ده زياته کړه، د جوړې شوې دروازې پر سر د پاکستانيو ملېشو له لوري مورچې هم جوړې شوې دي، خو په وړاندې يې افغان دولت چوپه خوله پاتې دی.

د پکتيکا د ولايتي شورا ريیس افسر سليمان خېل پژواک اژانس ته وویل، په انګورو اډه سيمه کې د پاکستانيو ملېشو له لوري دروازه جوړه شوې او د نورو ودانيو او تاسيساتو کارونه يې هم تر نيمايي زيات بشپړ شوي دي.

د هغه په وينا، پکتيکاوال دا دروازه په رسميت نه پېژني او نه هم اوس په دې لويه لار سوداګر او عام خلک تګ او راتګ کوي.

د ولايتي شورا مرستيال نعمت الله ببري پژواک ته وويل، د پاکستانيانو له لوري د دروازې ترڅنګ ودانۍ او نظامي ټاورونه جوړ شوي او هغه لار، چې پخوا يې په مخکې بوجونه د موانعو په شکل ايښودل شوي و، هغه هم لرې شوي دي.

دى وايي: ((د انګورو اډې په سيمه کې چې د امير عبدالرحمن خان په وخت کې ورباندې پوسته جوړه شوې وه، خو اوس په هغه ځای د پاکستان له لوري يوه پوسته د سوی وړۍ په نامه په پاخه او اساسي ډول رغول شوې او ټول نظامي ملحقات لري.))

نوموړي د پکتيکا د والي هغه څرګندونې چې څو اونۍ وړاندې يې يوه شخصي تلوېزيون سره کړې وې، چې د پاکستان له لوري په انګورو اډې سيمه کې تاسيسات نه جوړېږي، يواځې هغه پخواني تاسيسات بيا رغول کېږي، په کلکه رد کړې او هغه يې له پاکستان سره په همکارۍ تورن کړ.

ببري وويل: ((پکتيکاوالو د دې تاسيساتو په جوړېدو قرباني ورکړې او په وارونو يې د پاکستاني تاسيساتو د جوړېدو د مخنيوي په موخه لاريونونه کړي او دا اندېښنه يې له افغان دولت سره شريکه کړې، خو تراوسه پورې يې په اړه لازم اقدام نه دی شوی، چې له امله يې خلک مايوسه شوي دي.))

پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د پکتيکا د والي يا د هغه د وياند نظر ولري، خو ونه توانېد.

 

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.