ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې هر کال له ١٢٠٠ څخه زيات کسان ځان وژنه کوي

افغانستان کې هر کال له ١٢٠٠ څخه زيات کسان ځان وژنه کوي

author avatar
14 Sep 2015 - 18:42
افغانستان کې هر کال له ١٢٠٠ څخه زيات کسان ځان وژنه کوي
author avatar
14 Sep 2015 - 18:42

کابل (پژواک ٢٣ وږى ٩٤): د افغانستان د عامې روغتيا وزارت، په هېواد کې د ځان وژنو د پېښو له زياتوالي خبر ورکړى او له اړونده ارګانونو غوښتنه کوي چې له دغه وزارت سره له ځان وژنې څخه د مخنيوي په ملي سټراټيژي کې مرسته وکړي.

 د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيالې ډاکټرې ناجيه طارق نن له ځان وژنې څخه د مخنيوي له نړيوالې ورځې څخه د نمانځنې په مراسمو کې چې "مرسته رسونه او د ژوند ژغورل" تر نوم لاندې په کابل کې تر سره شوه و، وويل چې د نړۍ روغتيايي سازمان سروې څرګندوي چې په افغانستان کې په ٢٠١٢ زېږديز کال کې ١٢٠٥ کسانو ځان وژنه کړې ده.

 د هغې په وينا، له يادې ډلې يې ٦٤٣ کسان ښځې او پاتې ٥٦٢ يې نارينه تشکيلوي او ډېر کسان چې ځان وژنه يې کړې، له ١٥ څخه تر ٢٩ کلونو پورې عمرونه لري.

 طارق زياته کړه، چې دغه ځان وژنې د جنسيتي او کورني تاوتريخوالي، ناوړه  رواجونو، خپګان او له نشه يي توکو څخه د ګټې اخيستو له امله رامنځته شوي دي.

 نوموړي دغه راز په هېواد کې د بې روزګارۍ، بې سوادۍ، بې وزلۍ او دوامدارو جګړو شتون د ځان وژنې لپاره د زمينې برابرولو نور موارد وبلل او په هېواد کې يې د ځان وژنې د نويو پېښو په اړه وويل: " شرم په ټولنه او په روغتيايي کارکوونکو کې ژورې ريښې زغلولې چې د ځان وژنې پېښې د تسمم تر نوم لاندې ثبتوي چې دا کار د عامې روغتيا وزارت لپاره د شمېرنې په برخه کې ډېرې ستونزې رامنځته کوي.

 طارق وويل، کومې شمېرې چې سږ کال دوى له روغتونونو څخه ترلاسه کړې، څرګندوي چې د ځان وژنې د مخنيوي په برخه کې ډېر بدلونونه رامنځته شوي، بلکې دغه واقعيتونه نسبتاً ډېر شوي دي.

 د هغې په وينا، د عامې روغتيا وزارت هوډ لري چې له ځان وژنې څخه د مخنيوي ملي ستراټيژۍ ته وده ورکړي، څو د قربانيانو او د هغوى د کورنيو اړتياو لپاره ځواب ويونکي وي.

 نوموړې دغه راز په ياده ناسته کې له نړيوالې ټولنې، د ارشاد، حج او اوقافو، د ځوانانو چارو معينيت له بنسټونو او د لوړو زده کړو، اطلاعات او فرهنګ، پوهنې، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې او د ښځو چارو له وزارتونو وغوښتل چې له دغه وزارت سره له ځانوژنې څخه د مخنيوي په سټراټېژۍ کې مرسته وکړي.

 د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون ستر سلاکار علي رضا روحاني وايي، چې ځان وژنه د عواملو له اړخه په څلورو برخو وېشل شوې، خوږه ځان وژنه، سياسي او مذهبي ځان وژنه، د رواني کسانو ځان وژنه او د ټولنيزو ستونزو په ځان وژنې وېشل کېږي.

نوموړي زياته کړه چې شيرينې ځان وژنې د بې وسۍ او پرله پسې ناروغۍ له امله په خپل  لاس هڅه کوي چې ځان وژنه وکړي.

دده په خبره، د سياسي  او مذهبي موخو لپاره هم ځان وژنې کېږي، ځانمرګي هڅې يا د نورو انسانانو  پر مټ د ځان وژنې اقدام د ځان وژنې بل ډول دى چې ځانګړي لاملونه لري.

هغه د يوه بل ډول ځان وژنې يادونه هم وکړه چې د رواني ستونزو لرونکو اشخاصو له خوا کېږي او دوى پرته دې چې له خپل تصميم نه سم درک ولري، ځان وژنې ته مخه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.