ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“اوسني کمېشنران د ټاکنو نېټه نه شي ټاکلى”

“اوسني کمېشنران د ټاکنو نېټه نه شي ټاکلى”

author avatar
14 Sep 2015 - 16:11
“اوسني کمېشنران د ټاکنو نېټه نه شي ټاکلى”
author avatar
14 Sep 2015 - 16:11

کابل (پژواک، ٢٣ وږى ٩٤): د حکومت اجرايي مشر وايي، د ولسي جرګې د ټاکنو ترسره کېدو نېټه به د ټاکنو کمېسيون د نوو کمېشنرانو له خوا د ټاکنيزو اصلاحاتو له پلې کېدو وروسته حکومت ته وړاندې شي.

د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون له بېلابېلو اقشارو سره له يوې مياشتې خبرو وروسته په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو په موخه خپله لومړۍ لس ماده ييز بسته د وږي په اتمه  حکومت ته وړاندې کړه او ولسمشر ترې اووه موارد تاييد کړل.

د ټاکنيزو کمېسيونونو د انتخاب کمېټو تشکيل، د وړاندې شوې بستې له مادو څخه يوه ده، دا کمېټه دنده لري چې نوي کسان د ټاکنيزو کمېسيونونو د کميشنرانو په توګه حکومت ته وړاندې کړي.

د حکومت د اجرايي رياست مرستيال وياند جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل چې د غوراوي کمېټې جوړېدل د حکومت له لومړيتوبونو څخه دي چې په دې برخه کې کار پيل شوى، پرمختګونه هم شوي  او دا کمېټه به ډېر ژر کار پيل کړي.

خو هغه زياته کړه چې د غوراوي کمېټې له جوړېدو وروسته به د ټاکنيزو کمېسيونونو نوي کمېشنران وټاکل شي او دا کمېشنران به د ولسي جرګې او ولسوالۍ شوراګانو د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره   د يوه مناسبت وخت پر ټاکلو کار وکړي او حکومت ته به يې وړاندې کړي.

هغه ټينګار وکړ چې اوسني کمېشنران په هغه کچه نه دي چې د ټاکنو د ترسره کېدو نېټه وټاکي، ځکه چې اوسنۍ ستونزې د ټاکنيزو کمېسيونونو د اوسنيو کمېشنرانو د کمزورۍ په سبب رامنځته شوې.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون کمېشنر عزيز بختياري وويل چې د ټاکنو کمېسيون د ولسي جرګې د ټاکنو د ترسره کېدو د نېټې په اړه ولسمشر ته خپل وړانديز سپاري او که چېرته حکومت چمتووالى ولري، د ټاکنو ترسره کېدو  کمېسيون به اعلان کړي.

د ټاکنيزو کمېسيونونو د کمېشنرانو د ګوښه کېدو خبرې داسې مهال مطرح کېږي چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر يوسف نورستاني ويلي، د قانون له مخې هېڅوک د کمېسيون د کمېشنرانو د لرې کېدو واک نه لري او که چېرې څوک قانون تر پښو لاندې کړي، د افغانستان د راتلونکي لپاره به خطرناک وي.

ولسمشر غني په خپل يوه تازه فرمان کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته دنده سپارلې، څو د ولسي جرګې او ولسوالۍ شوراګانو د ټاکنو ترسره کېدو لپاره نېټه په داسې ډول وټاکي چې د ټاکنيزو اصلاحاتو ځانګړي کمېسيون ځانګړي وړانديزونه په عمل کې پلي شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.