کابل (پژواک، ٢٣ وږى ٩٤): د اولمپيک ملي کمېټې مرستيال سرپرست، له دې څوکۍ د فهيم هاشمي د استعفا په اړه ګونګوسې رد کړې او هغه يې له ورزشي ډګر سره د مخالفينو کار وباله.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ځينو رسنيو تر څنګ فهيم هاشمي ته نږدې يو شمېر کسانو هم د اولمپيک ملي کمېټې له رياست څخه د نوموړي د استعفا خبر ورکړى و.
خو د اولمپيک ملي کمېټې مرستيال سرپرست جاوېد دلاور په نننۍ خبري غونډه کې دا ټول راپورونه رد کړل.
هغه وويل: "کومې اوازې چې د رسنيو له لارې خپرې شوې دي، په بشپړه توګه ناسمې دي او تر اوسه " فهيم هاشمي" په شفاهي او يا ليکلې بڼه د خپلې استعفا په اړه څه نه دي ويلي."
نوموړي د خپلو خبرو په دوام وويل چې هاشمې دا مهال له هېواده بهر دى او نږدې راتلونکي کې به هېواد ته راستون شي او بېرته به خپله دنده پر مخ يوسي.
دلاور د داسې ناسمو راپورونو خپرول د هغو کسانو کار وباله چې له ورزشي ډګر او په ځانګړې توګه له فهيم هاشمي سره مخالفت لري.
نوموړي د اولمپيک ملي کمېټه کې ځينو اختلافاتو ته په اشارې سره وويل چې د ولسمشرۍ له خوا ګومارل شوى پلاوى په دې برخه کې کار کوي او تر اوسه يې څېړنې پاى ته رسېدلې نه دي.
دلاور زياته کړه چې په څو راتلونکو ورځو کې به هغه کسان چې غواړي هېواد کې ورزش ناسم لور ته بوځي، خپله سزا وويني؛ خو د چا نوم يې وا نه خيست.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د اولمپيک ملي کمېټې پخواني مشر او د اجرايي رياست سلاکار محمدظاهر اغبر د يوې ناستې په جوړولو سره خپل ځان د اولمپيک ملي کمېټې د مشر په توګه اعلان کړ.
خو فهيم هاشمې له دې ګام څخه وروسته ويلي و چې د ظاهر اغبر له لوري د هر راز غونډې جوړول ناقانونه و او د هغه له اجازې پرته دا کار شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن