کابل (پژواک، ٢٤ وږى ٩٤): د الکوزي احمدشاه ابدالي د کرکټ څلور ورځنيو سياليو په لړ کې د سپين غر او بست زونونو لوبـډلو خپلو سيالانو ته ماتې ورکړې.
د کرکټ دا څلور ورځنۍ لوبې تېره مياشت د ننګرهار په غازي امان الله خان او د خوست ولايت په خصوصي لوبغالي کې پيل شوې دي.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د وږي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د خوست په خصوصي لوبغالي کې ترسره شوې لوبه د سپين غر زون لوبډلې د بند امير لوبډلې ته ماتې ورکړه.
هغه زياته کړه چې د بندامير لوبډلې په لومړۍ پاڼه (اننګز) کې ٢٥٥ منډې جوړې کړې چې له ډلې يې عمران جنت ٨٤ او نثار وحدت ٧٠ منډې جوړې کړې، د سپين غر له لوري کريم صادق او ظاهر شهزاد درې درې، فريد احمد او ظاهر خان دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
دى وايي، د سپين غر لوبډلې د خپلې توپوهنې په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۴۱۶ منډې جوړې او د ۱۶۱ منډو په توپير سره په بندامير لوبډلې مخکښه شوه.
د سپين غر له لوري شبير نوري په زړه پورې لوبه وکړه او ٢١٤ منډې يې جوړې کړې، همايون عمر هم ٧٨ منډې جوړې کړې.
د بند امير لوبډلې په خپله دويمه پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۷ منډې جوړې کړې او سپين غر لوبډلې ته يې د ۸۶ منډو هدف ورکړ چې د سپين غر لوبـډلې په ډېرې اسانۍ سره ترلاسه او لوبه يې وګټله.
د سپين غر له خوا فريداحمد د بند امير پنځه لوبغاړي وسوځول، شبير نوري د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
بلخوا د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې د بست زون لوبډلې د امو زون لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د امو زون لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۰۶ منډې جوړې کړې، چې په ځواب کې يې د بست لوبډلې ۲۱۷ منډې جوړې کړې او د ۱۱۱ منډو په توپير سره په امو لوبډلې مخکښه شوه.
د امو لوبډلې په دويمه پاڼۍ کې ۱۵۹ منډې جوړې کړې او بست لوبډلې ته يې د ۴۸ منډو هدف ورکړ چې د بست لوبډلې ياد هدف د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړه.
په دې سياليو کې تر اوسه د مس عينک لوبډله ٤٠ نومرو سره لومړى، د سپين غر لوبـډله هم ٤٠ نومرو سره دويم مقام، امو درېيم ، بند امير څلورم او بست پنځم مقام لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن