جلال اباد (پژواک، ٢٤ وږى ٩٤): د کابل– جلال اباد د لويې لارې د امنيت خوندي کولو په موخه د خنجر ١١ په نوم پوځي چاڼيز عمليات پيل شوي دي.
په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو له خوا د وږي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا عمليات تېره ورځ د يادې لويې لارې په اوږدو کې د ورېښمو تنګي او ماهيپر تنګي په سيمو کې پيل شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې په دغو عملياتو کې د قول اردو د درېيمې پلې لوا سرتېرو، ملي پوليسو او د ملي امنيت کارکوونکو برخه اخيستې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې پرون د يادو عملياتو په لومړۍ ورځ د کابل ولايت د ماهيپر او سروبي تر منځ څلور کلي (ګوګامنډۍ،خوندي،ډګری او شپولې بابا) د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکې شوې دي.
خو د ٢٠١ سېلاب قول اردو په خبرپاڼه کې دا نه دي ويل شوي چې د دغو عملياتو پر مهال دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او که نه.
د کابل– جلال اباد پر لويه لاره دا عمليات په داسې حال کې پيل شوي چې په دې وروستيو کې د دې لويې لارې په اوږدو کې وسله والو مخالفينو پر دولتي ځواکونو بريدونه پيل کړي وو.
دغه راز د دې لويې لارې په اوږدو کې څو ځلې يو شمېر کسان هم تښتول شوي وو چې ځينې يې بېرته د پيسو په بدل کې خوشې شول.
د لغمان ولايت يو اوسېدونکى سمسور چې په کابل کې دنده لري، وايي چې پر لاره د بريدونو او تښتونو له وېرې دوى په ډاډه زړه سفر نه شواى کولى.
هغه زياتوي چې د همدې وېرې له امله ډېرو خلکو خپل کورونه کابل ته کډه کړل او خپلې سيمې يې پرېښودې.
د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ يو اوسېدونکى عمران الله چې د عامې روغتيا په وزارت کې دنده لري، وايي چې پر ياده لاره د نا امنيو د پېښو له امله دوى اندېښمن شوي وو.
هغه له دولتي ځواکونو مننه وکړه چې هلته يې عمليات پيل کړل او لاره يې د مسافرينو لپاره خوندي کړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن