ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“مشرانو جرګې له هېواده د ځوانانو د تېښتې د مخنيوي غوښتنه وکړه

“مشرانو جرګې له هېواده د ځوانانو د تېښتې د مخنيوي غوښتنه وکړه

author avatar
15 Sep 2015 - 19:36
“مشرانو جرګې له هېواده د ځوانانو د تېښتې د مخنيوي غوښتنه وکړه
author avatar
15 Sep 2015 - 19:36

کابل (پژواک ٢٤ وږى ٩٤): د مشرانو جرګې غړي له هېواد څخه د ځوانانو له تېښتې څخه د اندېښنې په څرګندولو سره د حکومت له مشرانو وغوښتل، چې ځوانانو ته د کارموندنې او بهرنيو هېوادونو ته د هغوى له تېښتې د مخنيوى لپاره يوه کړنلاره په پام کې ونيسي.

د راپورونو پر بنسټ له تېرو دريو مياشتو راهيسې بهرنيو هېوادونو، په ځانګړي ډول لوېديځ ته د افغان ځوانانو د تللو کچه لوړه شوې ده.

په دې اړه کره شمېرې شتون نه لري، خو د مشرانو جرګې غړى جمعه الدين ګيانوال وايي چې هره ورځ زرګونه کسان د پاسپورټ رياست ته د پاسپورټونو د ترلاسه کولو په موخه مراجعه کوي.

نوموړي د حکومت پر کړنو د نيوکې ترڅنګ وويل: " هر وزارت په يوې کورنۍ پورې تړل شوى، کار نشته، بې وزلي ډېره شوې، ځوانان اړ دي چې په خپل مال او سر قمار ووهي."

هغه وايي، چې بې عدالتي او فساد هم د ځوانانو د تېښتې له نورو لاملونو څخه ګڼل کېږي.

د مشرانو جرګې بلې غړې ګلالۍ اکبري هم وويل: " هره ورځ تحصيل کړي ځوانان له هېواد څخه د بې وزلۍ، بې روزګارۍ، بې عدالتي او نا امنۍ له امله بهرنيو هېوادونو ته ځي، افغانستان د خالي کېدو په حال کې دى."

نوموړې د حکومت مشرانو ته په خطاب کې زياته کړه: " د رايې د ترلاسه کولو په ورځ به ځوانان ته محتاج شى، همدا ځوانان وو چې ستاسو په ټاکنيزو کمپاينونو کې ګرځېدل."

هغې زياته کړه: " په هر وزارت کې د وزير قوم او د کورنۍ غړي په پټه توګه ګومارل کېږي، کومو بستونو ته چې اړتيا وي، نه اعلانيږي، ځوانان اړ دي چې وتښتي."

د يادې جرګې بل غړي داود عفاري هم په دې اړه د مشرانو جرګې پر دريځ ټينګار وکړ او ويې ويل: " که چېرې جدي تصميم ونه نيول شي، نو زموږ ځوان قشر به د نهنګانو خوراک شي."

د هغه په وينا، ٨٠ سلنه ځوانان چې له هېواده تېښتې ته اړ کېږي، د ټولو خطرونو په منلو سره په غيرقانوني لارو ځي او اروپا ته ځان رسوي.

په ملي شورا کې د خلکو استازو، د ځوانانو له تېښتې څخه د مخنيوي لپاره د يوې اغېزمنې کړنلارې د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار، له دغه وضعيت څخه د اندېښنې په څرګندولو سره له ځوانانو وغوښتل چې خپل هېواد پرېنږدي او د هغه په وينا، له هېواد تېښته د حل لاره نه ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.