ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د يوه قومي مشر مېرمنې هغه وسله وال وواژه چې ددې خاوند يې ټپي کړى و

د يوه قومي مشر مېرمنې هغه وسله وال وواژه چې ددې خاوند يې ټپي کړى و

author avatar
16 Sep 2015 - 15:56
د يوه قومي مشر مېرمنې هغه وسله وال وواژه چې ددې خاوند يې ټپي کړى و
author avatar
16 Sep 2015 - 15:56

ترينکوټ ( پژواک، ٢٥ وږى ٩٤ ) : په اروزګان ولايت کې د يوه قومي مشر مېرمنې هغه وسله وال طالب وواژه، چې ددې پر خاوندې يې ډزې کړې وې او هغه يې سخت ټپي کړى و.

د اروزګان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر رحيم الله خان  د وږي په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه په اتو بجو د ترينکوټ ښار په خيروکارېز سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، يوه وسله وال طالب په بې غږه تومانچه  د يادې سيمې په جومات کې پر قومي مشر حاجي غني ډزې وکړې او هغه يې سخت ټپي کړ.

د نوموړي په وينا، د سيمې اوسېدونکو او په جومات کې لمونځ کوونکو تر ډزو وروسته دغه طالب نيولى و.

د امنيت امر وايي، تر دې مخکې چې پوليس سيمې ته ورسېږي او بريدګر طالب ونيسي، د حاجي غني مېرمن له خپل کور څخه له کلاشنيکوف  سره راغله او پر ياد طالب يې  ډزې وکړې او هغه يې ځاى پر ځاى وواژه.

د نوموړي وينا، حاجي غني په ترينکوټ کې تر لومړۍ درملنې وروسته کندهار ولايت ته د نورې درملنې لپاره لېـږدول شوى دى.

ويل کېږي، چې حاجي غني د پخواني ولسمشر حامد کرزي يو له نږدې دوستانو څخه و. 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.