کابل ( پژواک، ٢٥ وږى ٩٤ ) : پاکستان وايي چې دافغانستان د سولې د ځنډېدلو خبرو اترو د بيا پيلولو هڅې کوي.
دغه څرګندونې د پاکستان د لومړي وزير نواز شريف د ملي امنيت او بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز پرون ناوخته په اسلام اباد کې ددغه هېواد د مشرانو جرګې غونډې ته د وينا پر مهال کړې دي.
هغه زياته کړه، چې د طالبانو د ډلې د مشر ملا محمد عمر تر مړينې وروسته د طالبانو په غوښتنه دا لړۍ درېدلې وه.
د افغان دولت او طالبانو تر منځ د لومړي ځل لپاره د سولې لومړى پړاو خبرې اترې د پاکستان په کوربه توب، د چين او امريکا تر نظارت لاندې د روان لمريز کال د چنګاښ په ١٦مه د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه د مري په سيمه کې شوې وې.
ټاکل شوې وه، چې د سولې دويم پړاو خبرې هم په اسلام اباد کې د روان لمريز کال د زمري په ٨مه ترسره شي، خو د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړينې له امله دا خبرې وځنډېدلې او د طالبانو نوي مشر ملا اختر منصور د سولې له خبرو سره مخالفت اعلان کړ.
سرتاج عزيز وايي چې دوى د سولې د ځنډېدلو خبرو د بيا پيلولو هلې ځلې کوي.
نوموړي د سناتورانو د پوښتنو په ځواب کې وويل چې له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو بيا پيلول کابل پورې تړاو لري ، که چېرې کابل وغواړي نو دا خبرې بيا پيلېدلى شي.
هغه يو ځل بيا رد کړه، چې د طالبانو مشر ملاعمر په پاکستان کې مړ شوى او زياته يې کړه، چې اوس د ملا عمر زوى ملا يعقوب هم اعلان کړى، چې پلار يې د تور زيړي ناروغۍ له امله په افغانستان کې وفات شوى دى.
د يادونې ده چې په کابل او ځينو نورو سيمو کې له خونړيو بريدونو وروسته چې په ترڅ کې يې لسګونو افغانانو ته مرګ ژوبله واوښته، د افغانستان حکومت يې پړه پر پاکستان واچوله.
تر يادو پېښو وروسته ولسمشر اشرف غني اعلان وکړ، چې له دې وروسته دپاکستان په منځګړيتوب د سولې په خبرو کې برخه نه اخلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن