ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په زرمت کې نهه ملکي وګړي وژل شوي

په زرمت کې نهه ملکي وګړي وژل شوي

author avatar
16 Sep 2015 - 10:42
په زرمت کې نهه ملکي وګړي وژل شوي
author avatar
16 Sep 2015 - 10:42

ګردېز(پژواک،٢٥وږى٩٤): د پکتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې نهه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د پکتيا ولايت د زرمت ولسوال کفتان اخلاص د وږي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

هغه وايي چې د دې جګړې په ترڅ کې تر اوسه دوه ښځې او اووه نارينه وژل شوي دي.

هغه زياته کړه : ((دغه کسان د وسله والو مخالفينو د هاوان په مرمۍ او د سړک غاړې د ماين په چاودونو کې وژل شوي دي.))

د اخلاص په وينا، اوس هم د دې ولسوالۍ په ځينو سيمو کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي.

دغه راز د ٢٠٣تندر قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال فضل خدا هم پژواک ته وويل چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې په زرمت ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.

هغه وايي چې په دې نښتو کې ګڼ شمېر وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.

فضل خدا دا هم وويل چې په يادو نښتو کې تراوسه امنيتي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکى محمد غني وايي : ((دوه ورځې وړاندې طالبان راغلل په جومات کې يې اعلان وکړ چې هيڅوک له کوره ونه وځي ځکه چې موږ جګړه شروع کوو.))

د هغه په وينا، طالبانو په يو شمېر لارو کې ماينونه خښ کړي او په دې جګړه کې عامو خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې طالبانو په زرمت ولسوالۍ کې پر امنيتي پوستو بريدونه پيل کړي دي.

هغه وايي چې په دې نښتو کې طالبانو ګن شمېر امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې خو يواځې يو طالب ټپي شوى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.