ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د برېښنايي  تذکرو ځنډ خلکو او ټاکنو ته زيان رسوي

د برېښنايي تذکرو ځنډ خلکو او ټاکنو ته زيان رسوي

author avatar
17 Sep 2015 - 12:10
د برېښنايي  تذکرو ځنډ خلکو او ټاکنو ته زيان رسوي
author avatar
17 Sep 2015 - 12:10

کابل (پژواک، ٢٦ سنبله ٩٤): د بدخشان ولايتي شورا، د برېښنايي تذکرو په وېش که ځنډ کول د خلکو او ټاکنيزې پروسې پر زيان بولي او غواړي چې دا پروسه دې ژر تر ژره پيل شي.

دا شورا چې د دريو ښځو په ګډون ١٥ غړي لري، نن يې د يوې ناستې په ترڅ کې په خپره کړې اعلاميه کې ويلي چې د نفوسو د احوال د ثبت قانون تصويب او توشېح شوى او له کوم قانوني لامل پرته بايد د تذکرو وېش ونه ځنډول شي.

د بدخشان ولايتي شورا مشر ناجي نظري پژوک خبري اژانس ته وويل، ولايتي شورا د رايو پر اکثريت پرېکړه وکړه چې د افغانستان ټولو مېشتو قومونو ته په بشپړ درناوى، ((د افغانستان اسلامي جمهوريت)) جمله بسنه کوي او د دې اړتيا نشته چې د((افغان)) کلمه دې په تذکره کې وليکل شي.

هغه زياته کړه چې د برېښنايي تذکرو په وېش سره، د افرادو له خوا د ټاکنيزو درغليو او جرمونو د تکرار مخنيوى کېږي.

د نفوسو د احوال د ثبت قانون طرحه د ملي شورا له تصويب وروسته، تېر کال په ليندۍ مياشت کې د ولسمشر له لوري توشېح شوه؛ خو د ملي شورا، مدني ټولنو او سياسي ګوندونو يو شمېر غړي په برېښنايي تذکرو کې چې د ياد قانون پر بنسټ وېشل کېږي، د افغان کلمې د ليکلو غوښتنه کوي.

خو ځيني نور بيا وايي چې د تذکرې پر مخ "د افغانستان اسلامي جمهوريت" ليکل شوى او دا مفهوم رسوي چې ياده تذکره د يوه افغان اړوند ده.

د بدخشان ولايتي شورا منشي احمد جاوېد جاوېد  وايي چې د برېښنايي تذکرو وېش قانوني او حقوقي پړاوونه وهلي او د وېش لپاره يې د ځند هېڅ دليل نشته.

هغه وويل:((که چېرې د برېښنايي تذکرو وېش همداسې وځنډېږي، د خلکو او ټاکنو پروسې پر زيان تمامېږي.))

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د بېلابېلو ولايتونو خلکو د غونډو او ناستو په ترسره کولو سره په برېښنايي تذکرو  کې د ((افغان)) او ((اسلام)) کلمو پر درج ټينګار کړى او ويلي يې دي چې د افغانستان ټول خلک افغانان دي او که چېرته له افغان کلمې پرته د تذکرو وېش پيل شي، نو تذکره به وانه خلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.