ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خاص اروزګان د امنيه قوماندان په ګډون څلور پوليس ټپيان شوي

د خاص اروزګان د امنيه قوماندان په ګډون څلور پوليس ټپيان شوي

author avatar
17 Sep 2015 - 12:16
د خاص اروزګان د امنيه قوماندان په ګډون څلور پوليس ټپيان شوي
author avatar
17 Sep 2015 - 12:16

ترينکوټ (پژواک، ٢٦ وږى ٩٤): د خاص اروزګان ولسوالۍ پر امنيه قوماندان د وسله والو طالبانو ډله ييز بريد کې يو پوليس وژل شوى او د امنيه قوماندان په ګډون څلور پوليس ټپيان دي.

د خاص اروزګان  امنيه قوماندان دويم څارن نعمت الله د وږي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه يوه ډله وسله والو طالبانو پر ولسوالۍ او امنيه قوماندانۍ بريد کړ ى و.

هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې د امنيې قوماندانۍ يو دېوال نړېدلى، يو پوليس وژل شوى او ده په ګډون څلور پوليس ټپيان شوي دي.

دى وايي چې له څو ورځو راهيسې په دې ولسوالۍ کې امنيت خراب دى، وسله وال طالبان هره ورځ بريدونه کوي، خو دوى هم ورته اماده ګي لري.

امنيه قوماندان وايي چې د پوليسو په ځوابي بريد کې لسګونو وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي چې په دغه بريد کې يې د ملي امنيت او امنيې قوماندانۍ ودانۍ زيانمنې او ګڼ شمېر دولتي سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.