ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“له فساد سره مبارزې ته لومړيتوب نه دى ورکړل شوى”

“له فساد سره مبارزې ته لومړيتوب نه دى ورکړل شوى”

author avatar
17 Sep 2015 - 20:25
“له فساد سره مبارزې ته لومړيتوب نه دى ورکړل شوى”
author avatar
17 Sep 2015 - 20:25

کابل (پژواک ٢٦ وږى ٩٤): له فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې کمېټې تازه څېړنې ښيي، چې ډېرى وزارتونو او خپلواکو دولتي بنسټونو د خپلو لومړنيو سلو کاري ورځو په ترڅ کې د فساد پر وړاندې مبارزې ته لومړيتوب نه دى ورکړى.

له اداري  فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې کمېټې اجرايي مشر راشد بهروز، کابل کې د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وويل، چې د يادې کمېټې ډېر وړانديزونه چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې د ملي يووالي حکومت ته سپارل شوي و، د وزارتونو او خپلواکو دولتي بنسټونو په سلو لومړيو کاري ورځو کې نه دي ځاى پر ځاى شوي.

دغه پروګرام د ولسمشر اشرف غني له نوښتونو څخه بلل کېږي، چې د غبرګولي مياشتې په پنځمه پيل شوى او له هغه سره سم له ټولو وزيرانو او د خپلواکو ادارو له مشرانو غوښتل شوي، څو خلکو ته خپل پروګرامونه وړاندې کړي او په اړه يې بايد ځواب ويونکي وي.

خو د بهروز په وينا، يو شمېر وزارتونو او بنسټونو له فساد سره مبارزه په داسې حال کې په ياد کاري پروګرام کې شامله کړې، چې "نيمګړې او د نه پلي کېدو وړ ده."

د يادې کمېتې اجرايي مشر زياته کړه: "د ٢٥ وزارتونو او خپلواکو بنسټونو له ډلې يې يواځې ١٨ وزارتونو او څلور بنسټونو د سلو لومړنيو کاري ورځو پروګرام زموږ په واک کې راکړى او نورو وزارتونو (٧ وزارتونو) د دغه کار له تر سره کولو ډډه کړې ده."

د هغه په وينا، د دولتي چارواکو په ډېرو پروګرامونو کې د وزارتونو او خپلواکو رياستونو پر اصلي اداري فعاليتونو ټينګار شوى او د اداري فساد کموالى په ډېره لنډه توګه او د دوى د فرعي کاري برخو د يوه جز په توګه مطرح ده.

په  دې راپور کې راغلي، د ميکانيزمونو او د فعاليتونو د پلې کېدو د کړنلارې نه يادول او د ځينو غير واقعبينانه والى، په لومړيتوب سره د موخو نه وېشل کېدل، د بوديجې لګښت نه څرګندوالى، د اوسنيو فعاليتونو د وضعيت نه تشرېح کول او له پرمختګونو څخه د څارنې او ارزونې د مکانيزمونو نه څارنه، د دې دولتي چارواکو د سلو لومړيو کاري ورځو پروګرامونو کې ليدل شوي دي.

راشد بهروز په ورته وخت د دې ټکي د څرګندولو تر څنګ، چې ګڼو دولتي چارواکو له فساد سره د مبارزې په برخه کې د يادې شوې کمېټې سپارښتنې په پام کې نه دي نيولې، وويل: ((د ملي يووالي حکومت بايد د لندن کنفرانس له پرېکړو سره سم له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې عملي ګام واخلي.))

د افغانستان د روڼتيا د څار ادارې مشر او د دې کمېټې غړي يما ترابي وويل: ((موږ د کمېټې د جوړېدو له پيله ٣٨٠ سپارښتنې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې بېلابېلو دولتي ارګانونو ته استولې، چې له دې ډلې يې ١٢٨ سپارښتنې عملي شوې او پاتې نورې يې تر اوسه په بشپړ ډول نه دي عملي شوي.))

هغه زياته کړه:((له فساد سره د مبارزې په برخه کې د حکومت له ځينو کړنو خوښ يو، خو په ټوله کې د ملي يووالي حکومت نه دى توانېدلى، چې په لندن کنفرانس کې له ادارې فساد سره د مبارزې په برخه کې کړې ژمنې پلې کړي.))

د دې کمېټې بهرني غړي دراګو کاس هم وويل، چې له اداري فساد سره د مبازې په برخه کې د ملي يووالي حکومت هڅې کمزورې دي.

هغه وويل: ((له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې ځينې فرصتونه وو، چې له لاسه وتي او د ملي يو والي حکومت بايد له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې له خپلو ژمنو سره سم ژر تر ژره اقدام وکړي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.