ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د اسرايلو پر ضد لاريون وشو

کابل کې د اسرايلو پر ضد لاريون وشو

author avatar
18 Sep 2015 - 16:07
کابل کې د اسرايلو پر ضد لاريون وشو
author avatar
18 Sep 2015 - 16:07

کابل (پژواک، ٢٧ وږى ٩٤): په کابل کې سلګونو لاريون کوونکو د فلسطينيانو پر وړاندې د اسرايلو کړنې وغندلې او د هغو کړنو د درېدو غوښتنه يې وکړه.

په دې وروستيو کې اسرايلي پوځيانو په فلسطين کې د الاقصى پر جومات بريدونه کړي دي او يو شمېر کسانو ته يې مرګ ژوبله هم اړولې ده.

نن په کابل ښار کې سلګونو کسانو په فلسطين کې د الاقصى جومات په ملاتړ او د اسرايلو پر ضد لاريون وکړ.

يوه لاريون کوونکي احمدجمشېد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ننني لاريون اساسي موخه د اسرايلو پر وړاندې د فلسطينيانو  له حق او په ځانګړې توګه د الاقصى له جومات څخه دفاع کول دي.

هغه زياته کړه چې پر فلسطين د اسرايلو د بريدونو اساسي موخه په دغه هيواد کې د اسلامي اماکنو له منځه وړل دي.

ده له ټولو مسلمانانو غوښتنه وکړه چې په دې اړه چوپ پاتې نه شي.

يوه بل لاريون کوونکي ضيا الدين پژواک ته وويل چې اسرايل د مسلمانانو تر ټولو لوى دښمن دى.

ده وويل چې فلسطينيانو ته بايد خپل حق ورکړل شي او اسرايل بايد نور پر فلسطين بريدونه ونه کړي.

ياد لاريون په کابل کې د جمعيت اصلاح او نجم ټولنې له لوري په لاره اچول شوى و.

د نجم ټولنې وياند مدثر اسلامي پژواک ته وويل چې د کابل په ننني لاريون کې شاوخوا پنځو سوو کسانو برخه اخيستې وه.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه لاريون د کابل ښار له ده افغانانو سيمې پيل او تر پښتونستان واټ پورې يې دوام درلود.

دى وايي چې لاريون د جمعې له لمانځه وروسته پيل او يو ساعت يې دوام وکړ چې له امله يې د کابل ښار ځيني لارې د ترافيکو پر مخ تړل شوې وې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.