ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روسيه د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د افغانستان له نظرياتو او غوښتنو سره توافق لري

روسيه د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د افغانستان له نظرياتو او غوښتنو سره توافق لري

author avatar
20 Sep 2015 - 11:18
روسيه د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د افغانستان له نظرياتو او غوښتنو سره توافق لري
author avatar
20 Sep 2015 - 11:18

کابل(پژواک، ٢٩ وږى ٩٤): د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر، په کابل کې د روسيې له  سفير الکساندر ما نتيتسکي سره وليدل.
 د ملي امنيت شورا وياند تواب غورځنګ  نن ( د وږي په ٢٩مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې ليدنه کې چې په کابل کې تر سره شوه، د نوو امنيتي ګواښونو  او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د دواړو هوادونو د اړيکو او د افغانستان په اقتصادي وده کې د روسيې پر رول خبرې وشوې.

اتمر په يادو شوو برخو کې د سيمې هېوادونو پر ګډو هڅو او همغږۍ ټينګار وکړ او ويې ويل چې افغان ولسمشر اشرف غني په شانګهاى کنفرانس کې خپل نظريات د سيمې هېوادونو مشرانو ته په ډاګه کړي دي.

 د افغانستان د ملي امنيت سلاکار زياته کړه چې روسيه په افغنستان کې د پراختيايي او بنسټزو پروژو په عملي کولو کې کافي تجربه لري او افغانستان د روسيې د دا ډول فعاليتونو او رول د تر سره کولو غوښتونکى دى.

سرچينې زياته کړې چې په کابل کې د روسيې سفير الکساندر مانتيتسکي وويل، هېواد يې د ترهګرۍ د ځپلو لپاره د افغانستان د اندونو او غوښتنو سره هوکړه لري او په دې برخه کې د سيمې د هېوادونو ګډې هڅې مهمې بولي. د روسيې سفير وويل، هېواد يې د افغانستان له خلکو او دولت سره دوه اړخيزه همکاريو ته دوام ورکوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.