کابل(پژواک، ٢٩ وږى ٩٤): د استاد رباني زوى صلاح الدين رباني د ځنځيري وژنو دوسيې د تعقيب تر څنګ، وويل چې د جمعيت اسلامي ګوند د راتلونکوټاکنو د ګوندي کېدو غوښتنه کوي.
نوموړى چې نن يې د کابل لويې جرګې په خېمه کې د استاد رباني د وژل کېدو د څلورم تلين په مناسبت خبرې کولې، وويل چې د دا ډول تلينونو نمانځل، د هېواد د معنوي فرهنګ د ساتلو مانا لري.
د بهرنيو چارو وزير زياته کړه چې د سولې عالي شورا د مشر استاد رباني هميشنى ارمان په هېواد کې د سراسري سولې راتګ و او د خپل عمر تر پايه يې د سولې او ټيکاو د راتګ لپاره هڅه وکړه.
صلاح الدين رباني زياته کړه، پلار يې خپل زيات عمر د عدالت او ازادۍ د خوندي کولو او خداى پاک په لاره کې تېر کړ.
استاد رباني د ١٣٩٠ لمريز کال د وږي په ٢٩ مه ، ماښام د يوه ځانمرګي له خوا چې ويل کېدل د طالبانو د سولې پيغام راوړونکى دى، د کابل ښار په وزيرمحمد اکبرخان مېنه کې په خپل کور ووژل شو او د تلې مياشتې په لومړۍ نېټه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې په کابل کې خاورو ته وسپارل شو.
د استاد رباني زوى زياته کړه:((په سياست کې زموږ شتون د شهيدانو د موخو او ارمانونو پوره کول دي.))
نوموړى چې د جمعيت اسلامي ګوند مشري هم کوي، په ډاګه يې کړه چې ګوند يې د راتلونکو ټاکنو د ګوندي کېدو پلوى دى.
صلاح الدين رباني په تېرو ټاکنو کې د ګوندونو رول کمزورى وباله او ويې ويل:((تر څو چې ګوندونو ته ونډه ورنه کړل شي، ګوندونه او نظام به پياوړى نه شي.))
دده په باور، ګوندونو ته د وڼدې ورکول هم ګوندونه پياوړي کوي او هم د ولسواکۍ خواته يو ګام دى او د ټاکنيزو اصلاحاتو کميسيون لومړنۍ طرحه څنګ ته يو ګام دى.
د بهرنيو چارو وزير زياته کړه:((د حکومت په مشرتابه کې زما د پلار لارويان د شهيدانو د موخو او ارمانونو پلي کوونکي دي او بايد زما د پلار د تفکراتو اوموخو په برخه کې هڅې وکړي.))
رباني له امنيتي ارګانونو غوښتنه وکړه چې د ځنځيري وژنو دوسيې دې تعقيب کړي او ويې ويل:(( امنيتي ځواکونه مکلف دي چې خلکو ته په دې اړه د قناعت وړ ځواب ورکړي، خلک په انتظار دي.))
هغه زياته کړه ، د ځنځيري وژنو د پلټنې لپاره له نورو خواوو هم هڅې کېږي، خو د وژل شوو کورنۍ غواړي چې ددې وژنو تعقيب دې له اصلي او قانوني مراجعو له خوا وشي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن