فيروزکوه ( پژواک، ٢٩ وږى ٩٤): په غور ولايت کې دوو وسله والو ډلو له جګړو څخه لاس واخيست؛ خو يو شمېر خلکو بيا د يادو کسانو يو قوماندان په وژنو او جنايتونو تورن کړ او د هغه د نيولو غوښتنه يې وکړه.
دا دوه ډلې چې شمېر يې ٥٠ کسانو ته رسېږي، نن په دولينه ولسوالۍ کې د ملاخداى رحم او ارباب عبدالصمد په ډلمشرۍ د سولې له بهيرسره يوځاى شوې.
د غور ولايت مرستيال محمد امين توخي د هغوى د يوځاى کېدو په مراسمو کې وويل، چې ځينې وسله وال مخالفين د پاکستان استخباراتي سازمان "ISI" په ګډون د ځينو پرديو له خوا غولېدلي او له ټولو وسله والو مخالفينو غواړم چې له جګړو لاس په سر شي او د سولې غږ ته لبيک ووايي.
توخي، د دولينه ولسوالۍ د امنيت په ټينګښت کې د يادو دوو وسله والو ډلو يوځاى کېدل ګټور وبلل او له هغوى سره يې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.
ارباب صمد وويل :" موږ د خپلمنځي اختلافاتو له کبله، له هغو کسانو سره چې دولت ورته امتياز ورکړى و، له دولت سره په مخالفت کې وو؛ خو اوس د سولې عالي شورا او ملي امنيت په غوښتنه د سولې له پروسې سره يوځاى شوو."
دې ډلمشر وويل، چې دولت بايد عدالت ټينګ او له ټولو يو ځاى شوو کسانو سره ورته چلند وکړي.
خو د دولينه ولسوالۍ لسګونه اوسېدونکي، په غور کې د مدني ټولنې دفتر مخ ته راغونډ شوي وو او يو شمېر يوځاى شوي کسان يې قاتلان او جنايتکاران بلل.
د هغوى له ډلې د عبدالکريم اطمينان په نوم يو تن ادعا وکړه،چې خداى رحم د نشه يي توکو قاچاق وړونکى دى او د دولينه ځينو اوسېدونکو کورونه يې هم سوځولي، پر خلکو يې ظلمونه کړي، سربيره له دې دوه مياشتې وړاندې يې له نشه يي توکو سره د مبارزې څلور پوليس هم ټپيان کړي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن