ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسلميار: حکومت دې د سولې پروسه ګړندۍ کړي

مسلميار: حکومت دې د سولې پروسه ګړندۍ کړي

author avatar
20 Sep 2015 - 14:12
مسلميار: حکومت دې د سولې پروسه ګړندۍ کړي
author avatar
20 Sep 2015 - 14:12

کابل( پژواک، ۲۹ وږى ۹۴): د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار له حکومت څخه وغوښتل چې د سولې ځنډېدلې پروسه له سره پيل او ګړندۍ کړي.

مسلميار دغه څرګندونې د وږي په ٢٩مه، د هېواد د پخواني ولسمشر ، جهادي مشر او دسولې د عالي شورا د رييس استاد برهان الدين رباني د وژل کېدو د څلورم تلين مراسمو ته د وينا پر مهال وکړې .

استاد رباني د ۱۳۹۰ کال د وږي د مياشتې په ۲۹ مه ماښام مهال د کابل په وزير محمد اکبرخان مېنه کې په خپل کور کې په ځانمرګي بريد کې ووژل شو.

د مشرانو جرکې مشر فضل هادي مسلميار وويل چې ددې خاورې ځوانان د هېواد په بېلابېلو سيمو کې جنګيږي، خو  دولت هېڅ پام ورته نه دی کړی.

دی وايي:" دا وطن يواځې ځوان جوړولی شي ، په رزګونو تنه ځوانان  وژل شوي ، يو ځل بيا پر هغو وروڼو غږ کوم چې د بهرنيو څارګرو ډلو په لومو کې نښتې او بلنه ورکوم چې د هېواد د سولې له بهير سره يوځای شي."

هغه زياته کړه ، تاريخ به شاهدي ورکړي چې اوسني وسله وال مخالفين غولېدلي او په خپلو کړنو به پېښمانه وي.

مسلميار له حکومتي چارواکو غوښتنه وکړه چې د سولې خبرې اترې لا ګرندۍ کړي، دا هېواد د جګړې په ډېر ناوړه وضعيت کې قرار لري او ټول بايد په يوالي سره د هېواد د چارو د سمون په موخه لاسونه سره يو کړي.

د اجراييه رياست دويم مرستيال حاجي محمد محقق وويل چې د دولت  وسله وال مخالفين غواړي د مجاهدينو له يو شمېر مشرانو سره خبرې وکړي، خو په وينايې وسله وال مخالفين له هېچا سره رښتيني نه دي بايد د هغو پر خبرو ونه غولېږي.

 خو هغه په مشخص ډول د چا او يا کومې ډلې نوم وانخيست.

 محقق د داعش په نوم د بلې ډلې يادونه وکړه او زياته يې کړه چې د افغانستان خلکو د هرې مخالفې ډلې پر وړاندې مقابله کړې، د دې ډلې مقابلې ته هم تيار دي.

دی وايي:" لکه څنګه مو چې د هغو کسانو چې غوښتل يې ګرمو اوبو ته لاسرسی ولري مقابله وکړه او مات مو کړل، همداشان د هغو کسانو مقابلې ته هم تيار يو چې غواړي د منځنۍ اسيا د خامې انرژۍ زيرمو ته لاسرسی پېدا کړي."

د ده په وينا، داعش او نورې مخالفې ډلې غواړي اسلام بدنامه کړي نو اړينه ده چې د نظامي مقابلې تر څنګ يې فکري مقابله هم وشي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.