کابل ( پژواک، ٢٩ وږى ٩٤ ) : په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان وايي چې په دغه هېواد کې د هېڅ يو موازي حکومت او يا حرکت ملاتړ نه کوي.
په افغانستان کې د ناټو د روزنې د ماموريت ( غوڅ ملاتړ) قوماندان جنرال جان کمپبل دغه څرګندونې د وږي په ٢٩مه، د يوه خبري کنفرانس پر مهال وکړې.
نوموړي ددغه کنفرانس په پيل کې ټولو افغانانو ته د راتلونکي لوى اختر مبارکي ورکړه او ويې ويل چې افغان ملي ځواکونه به په خپلې ټولې وړتيا سره د خوښيو په دې شېبو کې به د خپلو هېوادوالو امنيت خوندي کړي.
هغه د افغانستان د ملي يووالي حکومت ديوه کال بشپړېدو په اړه وويل چې دوى په برياليتوب سره پرمخ روان دي .
ده زياته کړه : (( زه د ځان لپاره وياړ بولم چې د ولسمشر محمد اشرف غني او اجراييه رييس ډاکټر عبدالله په مشرۍ د ملي يووالي حکومت سره په ګډه کار کوم.))
جنرال کمپبل چې همهاله په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قوماندان هم دى ، وويل چې د ملي يووالي حکومت له يو شمېر ګواښونو سره هم مخامخ دى او زياته يې کړه، چې حکومت د دې ګواښونو پر وړاندې جدي اقدمات کوي.
دى وايي چې د ناټو د روزنې ماموريت په افغانستان کې د هېڅ ډول موازي حکومت يا حرکتونو ملاتړ نه کوي، بلکې له ملي يووالي حکومت څخه بشپړ ملاتړ کوي او تر شا يې ولاړ دى.
د هغه په وينا، ددې ترڅنګ د افغانستان ملي دفاعي ځواکونه هم له خپل حکومته ملاتړ کوي او افغان ولس هم بايد د خپلو ځواکونو او حکومت څخه ملاتړ وکړي.
جنرال کمپبل وويل امريکا او د ناټو ٤٠ غړي هېوادونه د ملي يووالي حکومت اوامنيتي ځواکونو ملاتړ کوي، نو افغانان بايد هم له دوى ملاتړ وکړي.
دى وايي، په افغانستان کې له ملي يووالي حکومت پرته بل چانس نشته، څوک چې له دې حکومت سره مخالفت کوي هغه د افغانانو ښې راتلونکې سره مخالفت کوي.
د ناټو قوماندان د پژواک اژانس ديوې پوښتنې په ځواب کې د افغان ملي ځواکونو ستاينه وکړه او ويې ويل چې په برياليتوب سره يې په روانه جګړه کې له وسله والو مخالفينو سره مقابله وکړه او دا لړۍ روانه ده.
دى وايي، طالبانو په دې جګړه ييز موسم کې خپل ټول ځواک او زور وازمايلو ، خو ناکام شول، دا د دوى لپاره اخري چانس و، خو په کې پاتې راغلل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن